تاند- د ۲۰۱۳ کال په پای کې نظرپوښتونکو د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې له خلکو د خپل راتلونکي، د اوسېدو له هیواد د خوشالۍ او نړۍ ته د خطرونو په باب سروې کړې ده.

ګلپ نړیوالې سروې کوونکې ادارې له ۱۹۷۷ میلادي کال راهیسي له خلکو د نړۍ په اړه نظرپوښتنې کوي. ګلپ د خپلې نظرپوښتنې د پایلو پراساس وايی، په ۲۰۱۳ کې د نړۍ په اړه د خلکو په نظر کې زیات بدلون نه دی راغلی.

په دې نظرپوښتنه کې له خلکو پوښتل شوي چې که پرېښودل شي په کوم هیواد کې ژوند کوي، تر ټولو زیاتو امریکا خوښه کړې ده.

لاندې ګراف فیصدي ښيي:

بله پوښتنه دا شوې چې کوم هیواد د نړۍ لپاره تر ټولو زیات خطرناک ګڼي؟

تر ټولو زیاتو پوښتل شویو کسانو امریکا او ورپسې پاکستان یاد کړي دي:

 1

امریکا د دې لپاره د ډېرو په نظر نړۍ ته خطرناکه ده چې د نړۍ په بېلابېلو لانجو کې ګوتې وهي او په اکثرو لانجمنو هیوادونو کې پوځي مداخله کوي خو پاکستان د دې لپاره چې د نړۍ او سیمې د اکثرو تروریستي بریدونو سرچینه وي، نړیوالو ته خطرناک هیواد ښکاري.

1

په نظرپوښتنه کې له خلکو دا هم پوښتل شوي چې په کوم ځای کې چې اوسي څومره خوشاله دي؟ تر ټولو زیاتو عربانو او بیا امریکایانو په خپل هیواد کې له اوسېدو رضایت ښکاره کړی دی:

امریکا ۴۶٪

لوېدیځه اروپا ۳۶٪

ختیځه اروپا ۳۲٪

اسیا ۳۶٪

منځنی ختیځ۴۷٪

افریقا۴۴٪

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *