خبریال: سید جلالزی.
دا څرګندونې د ایساف ځواکونو مرستیال پاول بریر (چهارشنبه د ۱۳۹۵ لمریز کال د چنګاښ په ۲۳ نېټه) د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر محمد ګلاب منګل سره په کتنه کې وکړې.
پاول بریر زیاته کړه، د امنیت د ټینګښت په موخه له هغو ادارو کار کوي، چې له ولسونو سره نږدې اړیکې لري. بریر وویل، له حکومته د ملاتړ په موخه له همدې ادارو سره سلا مشورې کوي او هڅه یې دا ده، چې د امنیتي ځواکونو او ولس ترمنځ همغږي رامنځ ته کړي.
نوموړي په ډاګه کړه، چې په دې برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له بېلابېلو قومونو سره نږدې اړېکې لري او په ښه توګه کولی شي د امنیتي سکتور او ولس تر منځ همغږي لا پیاوړې کړي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل وویل، د امنیت راوستلو لپاره له امنیتي ځواکونو څخه د ولس ملاتړ د بریا یواځینۍ لاره ده او د ولسي همکاري د جلبولو لپاره هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړه، په ګڼو ولایتونو کې یې له قومي مشرانو او مخورو سره د اړیکو نیولو مېکانیزم جوړ کړی دی.
منګل وايي غواړي د جرګو مرکو او بانفوذه قومي مشرانو سره د پر له پسې اړیکو له لارې د امنیتي ځواکونو او خلکو تر منځ همغږې لا پیاوړې کړي.