مطبوعاتي اعلامیه
یکشنبه، د غويي ۲۰مه
دافغانستان د پوهنې وزیر محترم اسدالله حنیف بلخي په افغانستان کې د نړیوال بانک له مشر او ورسره پلاوي سره وکتل. په دغې لیدنه کې د پوهنې وزیر په تیرو څو کلونو کې له دغه وزارت سره د نړیوال بانک له مرستو مننه وکړه او له دغې ادارې یې وغوښتل، چې د متوازنې ښوونې او روزنې د پراختیا لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي .
ښاغلي حنیف په دې لیدنه کې د نړیوال بانک له استازو سره د پوهنې د دریم ستراتیژیک پلان او د ایکویپ د دریم پړاو طرحه شریکه کړه او ویې ویل چې پوهنې وزارت له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۰ کاله پورې د پوهنې د دریم ستراتیژیک پلان د وروستي کولو په درشل کې دی، چې په دې برخه کې د نړیوال بانک مرسته خورا مهمه ده.
هغه زیاته کړه، پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د هیواد بچیانو په ځانګړي ډول نجونو ته په مساوي ډول د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي، چې هغوی وکړای شي د هیواد په پرمختیا، اقتصادي ودې او امنیت کې فعاله ونډه ولري.
د پوهنې وزیر ښاغلي حنیف بلخي وویل :« پوهنې وزارت د نړیوال بانک په مرسته د ښوونکو د روزنې، د تعلیمي نصاب د پراختیا، د پوهنې په نظام کې د خلکو د ښکیلتیا او ملاتړ، د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو، لابراتوارونو، کتابتونونو او ورزشي لوبغالو په رامنځته کولو کې پراخې مرستې کړې دي.»
په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر د پوهنې له وزارت سره د خپلې ادارې د مرستو د دوام ژمنه وکړه او د افغانستان ټیکاو یې په ښوونې او روزنې پورې تړلی وباله.
د پوهنې محترم وزیر د یوه بل کا ل لپاره د دوېم ایکویپ د پروګرام د تمدید له اړخه له نړیوال بانک څخه مننه وکړه او د درېم ایکویپ پیل یې د افغانستان د پوهنې د پراختیا لپاره اغیزناک وباله.
نړیوال بانک له ۲۰۰۸ کال راهیسې د پوهنې د وړتیا لوړونې د ملي پروګرام(ایکویپ) له لارې ټول ټال ۴۵۰ میلیونه امریکايي ډالره لګولي، چې پر مټ یې د هیواد پوهنیز نظام ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي.
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست