د پوهنې وزارت

تاند- د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د نړیوال بانک په مرسته ۵۰۰ افغان زده کوونکي د مسلکي او حرفوي زده کړو لپاره هند ته لېږي.

د پوهنې وزارت په وینا دا افغانان به په هند کې د ماشینونو، اورګاډي او رېلارو په برخو کې مسلکي زده کړې وکړي.

د پوهنې د وزارت تخنیکي مرستیال رحیل فرمولي نن /دوشنبه/ په کابل کې وویل، د هر شاګرد په زده کړه ۵ زره امریکايي ډالر لګېږي.

د ښاغلي فرمولي په وینا د ټولو ۵۰۰ شاګردانو د یو نیم کلنې دورې زده کړو مصرف دوه نیم ملیون ډالره کېږي.

افغانستان په پلان کې لري چې د هیواد ډېرو برخو ته د اورګاډي پټلۍ وغځوي. خو عملاً په دې برخه کې مسلکي کسان نه لري او په یوازیني رېلاره کې، چې د مزاشریف او حیرتان بندر ترمنځ فعاله ده، ازبکستاني ابتاع کار کوي. په هند کې د دغو کسانو له روزلو وروسته به افغانستان د اورګاډي په برخه کې لازم شمېر ټکنېشنان او نور مسلکي کسان ومومي.

د پوهنې د وزارت معین وايي، هند ته د لېږل کېدونکو زده کوونکو په سلو کې ۲۵ به نجونې وي.

د هند حکومت له دې جلا هر کال افغان محصلانو ته ۵۰۰ سکالرشیپونه ورکوي.

2 thoughts on “د نړیوال بانک په مالي مرسته ۵۰۰ افغانانو ته په هند کې مسلکي زده کړې ورکول کېږي”
  1. که دا کار دلوړو زدهکړو په تیره بیا د پولیتخنیک د پوهنتون سره په تفاهم شوی وی مفیدیت به یی زیات وی او د تکنیشن تر څنګ به مو په دغه برخه کښی انجینران هم روزلی وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *