لومړی سلیزه ډينېس امېس

انګلستان د هندوستان پروړاندې ۷ جون ۱۹۷۵، لارډز ګراونډ (لوبغالی)

امېس د هندوستان پر وړاندې د نړیوال جام لومړنۍ سلیزه ووهله، نوموړي په ۱۴۷ بالونو باندې ۱۳۷ منډې چې ۱۸ پکې څلوریزې وې.

د ډينېس سلیزې له انګلستان سره مرسته وکړه چې څو په ۶۰ اورونو کې (په هغه وخت کې په یوه ورځنۍ لوبه کې ۶۰ اورونه کیدل) د څلورو لوبغاړو په سوزیدو ۳۳۴ منډې جوړې کړې، دا د هغې وخت تر ټولو زیاتې منډې وې. د لوبې په دوهم اننګز ( نیمایي) کې د هندوستان لوبغاړو و نه کړای شول چې ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي او ټوله لوبډله یې په ۱۳۲ منډو وسوځیده.

لومړنۍ ۵ ویکټې

ډېنېس لیلي۷ جون ۱۹۷۵، اسټریلیا د پاکستان پروړاندې، ګراونډ هیډینګلي

ډېنېس لیلي د هغه وخت تر ټولو تېز او خطرناک بالر و، نوموړي یو وخت پاکستاني بېټسمېڼ سرفراز نواز سره شرط تړلی و، چې که چېرې ستا هېلمټ مې پر بال وغورځولو نو خپل هیلمټ به ماته راکوې، او که چېرې مې و نه غورځولو زه به بال تاته درکوم، لیلي د ورځې په جریان کې زیات شمېر شارټ بالونه وکړل خو له سرفرازنواز نه یې هیلمټ و نه ویشتلو، د ورځې په اخېر کې لیلي پر بال باندې دستخط وکړو او سرفراز نواز ته یې ډالۍ کړو

اکبر اقبال
اکبر اقبال

لیلي دغه کارنامه هم په نړیوال جام کې د پاکستان پر خلاف ترسره کړې، نوموړي په خپلو ۱۲ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې او پنځه پاکستاني لوبغاړي یې وسوځول.

په دغه لوبه کې اسټریلیا لومړی بېټېنګ وکړو او په ۶۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۲۷۸ منډې جوړې کړې، خو په ځواب کې پاکستاني لوبډلې د ډېر کله په څېر ونکړای شوو، چې ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي، که څه هم چې دوی په ۴۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۲ منډې جوړې کړی وې خو د لیلي تېزو بالونو د پاکستاني ټيم ملا ورماته کړه او ټوله لوبډله یې په ۲۰۵ منډو باندې وسوځیده.

د نړیوال کرکټ لومړنۍ هیټرېک

چېتن شرما، هندوستان د نیویزیلېنډ پروړاندې

تارېخ: ۳۱ اکتوبر  ۱۹۸۷، ګراونډ: ناګپور (هندوستان)

په یوه ورځینیو سیالیو کې هېټرېک (سر په سر درې لوبغاړي سوځول ) کومه اسانه خبره نه ده او ډېر کم داسې څه منځ ته راځي، خو چېتن شرما د نیويزیلېنډ پر خلاف د خپلو ۱۲ اورونو (په هغې وخت کې یو بالر د ۱۲ اورونو اجازه لرله) په شپږم اوور کې د کین ردرفورډ ویکټې په هوا کړې، اين سمت هم په ورته انداز وسوځیدو، او کله چې د ناګپورګراونډ (لوبغالي) کې خلکو د شرما شرما نارې وهلې، شرما پر اپ سټمپ باندې دریم بال وکړو، ایوين چيټ فیلډ غوښتل بال په ارام او دفاعي انداز ولوبوي، ولې بال ډېر زیات ټرن (تاو) شو او مخامخ په منځنۍ ویکټه ولږیدو، چې په دې سره چېتن هېټرېک وکړو

د جنوبي افریقا لپاره تر ټولو زړه درزونکي لمحات لومړنۍ ټای (مساوي) لوبه

اسټریلیا د سویلي افریقا پروړاندې

نیمه پایلوبه – ګراونډ ایډجېسټن تاریخ: ۱۷ جون ۱۹۹۹

د کرکټ په اووم نړیوال جام کې داسې یو څه رامنځته شول چې د خلکو په زړونو کې به تر ډېره پاتې وي، اسټریلیا او جنوبي افریقا نیمه پایلوبي ته رسيدلي و او ګټونکي لوبډله به له پاکستان سره پایلوبه (فاینل) کولو.

د دې لوبې په لومړني اننګز کې (لومړۍ نیمایي) شان پولک او ایلن ډونلډ (افریقايي تېز بالرانو) اسټریلیايي بېټسمېنان زیاتو منډو جوړولو ته پرېنښودل او یواځې ۲۱۳ منډې یې ترې جوړې کړې.

په ځواب کې افریقاي لوبډلې تر ۴۱ اورونو پوري پر لوبه ښه کنټرول درلود، دوی د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۵ منډې جوړې کړې وې، چې د دوی د بربادی مرحلې پېل شوې، او یو پر بل پسې یې ۵ بیټسمېنان وسوځیدل خو د افریقا لپاره وروستۍ هیله تېز بېټ چلوونکی لانس کلوزنر لا هم پر کریز موجود و، چې ملګرتیا یې تېز بالر ایلن ډونلډ کوله.

د افریقا لپاره په وروستۍ اوور کې د ۹ منډو ضرورت و، لانس کلوزنر د فلېمېنګ په لومړیو دوو بالونو باندې دوه څلوریزې تر باونډرۍ ورسولې او لوبه یې مساوي کړه، کلوزنر هڅه وکړه چې په درېم بال باندې یوه منډه جوړه کړي خو و نه توانیدو

فلېمېنګ خپل څلورم بال یارکر وویشتلو، کلوزنر دغه بال د مېډ اف په لورې ولوبولو او د منډې جوړلو لپاره یې ډونلډ ته غږ کړو، کلوزنر له نیمايي پېچ څخه هم مخکې تلی و چې خپل بېټ یې له لاسه وښویدو، خو ډونلډ هیڅ ځواب نه ورکولو چې يو وخت کې دواړه د بالېنګ په کريز ولاړ وو، کلوزنر هڅه وکړه چې بیدون له بېټه واپس خپل کریز ته ځان ورسوي خو پر مېډاف ولاړ تېز فیلډر مارک وا بال د فلېمېنګ پر لورې ور وویشتلو، چې هغې ویکټ ساتونکي اېډم ګلکرسټ پر لوري ور وغورځولو او هغې په ډېرې اسانۍ سره د بېلزونو په هوا کولو سره کلوزنر رن اوټ کړو (په مڼده کې وسوزه).

وروسته بیا اسټریلیا وکولی شول چې د زیاتو نمرو په اساس دغه لوبه په خپله ګټه تمامه کړي او د نړیوال جام په فاینل (پایلوبه) کې هم پاکستان ته یوه ستره ماتي ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *