تاند- چینایانو د نړۍ تر ټولو د ستر راډیويي ټیلسکوپ او تر ټولو اوږد پله له جوړولو وروسته د نړۍ تر ټولو اوږدې برقي زینې هم جوړې کړې.

د چینایانو له لوري د دغو جوړو شویو برقي زینو اوږدوالی ۶۸۸ متره دی.

دا زینې د چین د ګرنډ کانیون په اینشي (Enshi) سیمه کې د سیلانیانو لپاره جوړې شوي دي.

2دا زینې په داسي ډول جوړي شوي چې سیلانیان ورڅخه شاوخوا طبیعت کتلی او خوند ورڅخه اخیستلی شي.

دا زینې په هر ساعت کې د ۷۳۰۰ تنو د وړلو ظرفیت لري او په کال کې ۳ لکه تنه ورڅخه کار اخیستلی شي.

دا برقي زینې په یوه خورا ښکلې او غرنۍ سیمه کې جوړې شوي دي.

برقي زینې نن سبا په نړۍ کې ډېرې عامې دي په تېره بیا په لویو پلورنځیو، د مترو یا تر مځکې لاندې زېلګاډي په تمځایونو او هوايي ډګرونو کې ډېرې کارول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *