تاند- تېره اوونۍ په سویس کې د رېلارې تر ټولو اوږد تونل پرانستل شو. وروسره په یو وخت چین وویل چې د نړۍ تر ټولو اوږد شیشه يي پُل یې جوړ کړی دی.

دا پُل ۳۹۳ متره اوږد او له مځکې ۳۰۰ متره لوړ دی.

په یوه وخت پر دغه پُل ۸۰۰ تنه تللی شي.

خو لا هم خلک اجازه نه لري چې پر دغه پُل تګ راتګ وکړي. د جولای په میاشت کې به پرانستل شي ځکه چې اوس په چین کې د بارانونو موسم دی.

د دغه پله جوړوونکي وايي چې شاوخوا ۱۰۰ ځلي یې په بري ازمویلی څو خوندیتوب یې ثابت شي او څرګنده شي چې ۸۰۰ تنه په یو وخت پرې تللی شي.

خو دا پُل د موټرونو او نقلیه وسایلو لپاره نه دی. د نړۍ په ګڼو ښارونو کې شیشه يي پُلونه شته خو دا یو د دې لپاره د توجه وړ دی چې تر نورو اوږد دی.

د دغه پُل جوړوونکي وايي چې د باد، باران، د هوا د تودوښې درجې او ټکان، چې ممکن د زلزلې له کبله پېښ شي، ازموینې یې پر دغه پله کړي او له ټولو کامیاب راوتلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *