ویدیو هم لري.
تاند- د چین ولسمشر شي جین پینګ په خپل هیواد کې د نړۍ تر ټولو اوږد پُل له بشپړېدو وروسته نن /سې شنبه/ په ژوهای کې پرانیست.
دا پُل، چې د چین په جنوب ختیځ کې پر سمندرګي جوړ شوی، هانګ کانګ او مکاو له ژوهای سره نښلوي.
د دې ستر پُل پر جوړولو ۹ کاله کار وشو خو ټاکل شوې ده چې سبا /چهارشنبه/ د سهار په ۹ بجې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
د دې پُل، چې ۵۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د جوړولو چارې په ۲۰۰۹ م کال پیل شوې.
دا پُل تر انګلیش چنل (English Channel)، چې د بریتانیا او فرانسې ترمنځ تر سمندر لاندې جوړ شوی دی او د بریتانیا ډوور (Dover) د فرانسې له کالې (Calais) سره نښلوي، ۱۴ مایله اوږد دی.
چینايي چارواکي وايي چې د نړۍ تر ټولو پر اوږده پله یې نژدې ۲۰ ملیارد ډالره لګولي او پخوا په پام کې وه چې په ۲۰۱۶ م کال کې یې چارې بشپړې شي.
د دې پله د جوړېدو په ترڅ کې لږترلږه ۱۸ کارګر مړه شوي دي.
دا پُل د زلزلې او توپان په وړاندې مقاومت لري ځکه چې په هغه کې له نژدې ۴ لکه ټنه پولادو کار اخیستل شوی.
دا پُل ۳۰ کیلو متره پر اوبو دپاسه جوړ شوی خو ۷ کیلو متره یې د فرانسې او بریتانیا ترمنځ د بریټش چنل په شان تر اوبو لاندې جوړ شوی دی. ګڼ نور تونلونه هم لري.
دا پُل د هانګ کانګ د خلکو ۴ ساعته سفر نیم ساعت ته رالنډوي.
هر څوک هم په دې پله تلای نه شي، پکار ده چې پر دې پُل تلونکی مخکې تر مخکې اجازه واخلي او له هر موټر څخه یوه ټاکلې اندازه حق العبور اخیستل کېږي.