زاهدالله ځلاند –
د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د جون میاشتې په ۲۶ مه نېټه د سونوما مارینفیر ادارې له خوا د بدشکله سپیو په یوه جوړه شوې مسابقه کې، یوه سپۍ د نړۍ تر ټولو بدشکله سپۍ نومول شوې ده.
دې مقابلې ته له څو هېوادونو ۲۷ سپي وروړل شوي وو چې کواسو موډو پکې لومړی ځای خپل کړ.
له دې وړاندې چې دغه مسابقه د جون پر ۲۶ مه نېټه پیل شي، سونوما مارینفیر ادارې د هر یو سپي بیوګرافي په خپلې وېبپاڼې کې خپره کړې وه.
د دغې سپۍ خاوند، کواسو ته د ۱۵۰۰ ډالرو جایزې تر څنګ نورې بېلابېلې ډالۍ ورکول شوې.
دغه سپۍ لس کاله عمر لري او کواسي موډو نومېږي.
د دغې سپۍ د جایزې ګټلو یو مهم علت د ملا لنډوالی ښودل شوی دی.