ننګیالی نقشبندی –

٣٢ کلن هوانگ چونچاى د چين هېواد اوسېدونکى دى زياتره وخت په کور کې وي او له کوره نه راوځي ځکه چې د نړۍ د ترټولو بد شکله سړي نوم يې گټلی دی.

تېرکال د دې سړي جسمي او روغتيايي وضعه لاپسې خرابه شوه او په مخ پورې راځړېدلې ٢٣ کيلو غوښه يې لاپسې په ډېرېدو وه چې له امله يې خبرې هم نشواى کولاى او خواړه يې هم په ډېره سختۍ خوړل.
تېر کال ډاکټرانو د هوانگ چونچاى جراحي عمليات وکړ اوپه لړ کې يې د نوموړي له مخ څخه ١٣ کيلو ګرامه اضافي غوښه وتراشله خو لا يې هم په مخ ښه ډېره راځوړنده غوښه وه. بيا ډاکټرانو عمليات کړ او ٤ کيلو نوره غوښه يې ترې وتراشله او ډاکټرانو وويل چې له دې سره به يې حال يو څه ښه شي او دومره به شي چې خواړه وخوري او يوڅه خبرې وکړي.
هوانگ چونچاى تر ډېره وخته پورې نه غوښتل چې ډاکټران دې نوموړى عمليات کړي ځکه ده ويل چې کله د عمليات کوونکو ډاکټرانو چاړې د ده په مخ ولګېږي نو مړ به شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *