د سويلي کارولينا مرچو په نړيواله سطحه تر ټولو د تريخ مرچ ريکارډ جوړ کړ. د دې مرچ وروستۍ حصه د لړم د نېښ په څېر نرۍ او تېزه ده، تريخوالی یې د (پيپر ګنز) په څېر دی. پيپر ګنز هغه مواد دي چې پوليس يې د خلکو د قابو کولو لپاره کاروي.
دا مرچ په سويلي کارولينا کې د ايډکيوري په نوم يوه کس کرلي دي او په دې وروستيو کې يې د نړۍ تر ټولو د تريخ مرچ جايزه وګټله.
د دې مرچ تريخوالی د ونتهروپ پوهنتون زده محصلانو څکلی وه، چې خپلې خولې يې پرې سوځولې وې. دا محصلان د زده کړو تر څنګ د ذايقې د معلومو ماهر هم دي.
د ساينس پوهانو په وينا دا به ستونزمنه وي چې ووايو دا د نړۍ تر ټولو تريخ مرچ دی.
نوي ميکسکو پوهنتون کې پر مرچو باندې د تحقيق د يوه انسټيټيوټ مشر پال بوس لينډ وايي چې د مرچ د تريخوالي تاثير په هغې مځکې چې دا په کې کرل کېږي او (جينيټکس) پورې اړه لري.
بيا په مرچو کې د تريخوالي وجه د هغه په يوه مرکب پورې اړه لري چې دا مرکب د کيپسياسينويډز په نامه يادېږي. په هر مرچ کې چې دا مرکب زيات وي نو په همغه اندازه به مرچ هم تريخ وي.
د مرچو د تريخوالي اندازه:
د ساينس پوهانو له نظره د مرچ د تريخوالي د اندازې معلومولو لپاره يو معيار هم شته چې د (سکوول هيټ يونټ يا سکوول سکيل) ورته ويل کېږي چې بيخي پيکه ذايقه په صفر باندې معلوموي. د يوه عام مرچ سکيل تر۵۰۰۰ زره پورې وي او هغه مرچ چې کيوري کرلي د دې مرچ سکوول يونټ تر۱۵۶۹۳۰۰ پورې رسېږي.
کيوري لس کاله مخکې د (کريبي) په سيمه کې د يوه تريخ مرچ ذايقه څکلې وه، نو له همغې ورځې يې دا هوډ وکړ چې تر دې به تریخ مرچ کري.
د دې لپاره يې د (پکربټ پيپر) په نامه يوه کمپنۍ هم جوړه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د مرچو مارکيټ ورځ تر بلې په غوړېدو دی او يوازې په امريکا کې په پنځو کلونو کې د مرچ خوړل ۷ فيصده زياته شوي دي.