تاند- که د شپې له خوا د یو چا د عکس اخیستلو په وخت له فلشه کار واخیستل شي، نو عادي یا لومړني حالت ته د هغه کس د سترګو د راګرځېدو لپاره ۳ دقیقې پکار دي ځکه چې د کمرې د فلش رڼا یې سترګې وړي وي.
خو که د فلش ۱۰ هومره تېزه رڼا وي او د شپې په مخه مو سترګو ته ولوېږي، څه فکر کوئ چې څه حال به مو وي.
دا کوچنی لاسي څراغ، چې د امریکا د پوځ خاص ځواکونه یې استعمالوي، (G700) نومېږي.
له دې لاسي څراغونو څخه د طبیعي پېښو، جنايي پېښو یا د تروریستي پېښو په مهال کار اخیستل کېږي.
له دې حیرانوونکې (LED) ټکنالوژښ څخه اوس د امریکا ساحل ساتونکي، د اور وژنې (اطفایې) کارکوونکي، پولیس او د ژغورنې عمله کار اخلي.
په روانه فبرورۍ میاشت کې تر ۲۰ زره زیات دا ډول څراغونه پلورل شوي دي.