تاند- د برازیل دا ټاپو، چې (کیومادا ګرینا) نومېږي، د نړۍ تر ټولو بېروونکی ځای دی، په تېره بیا د هغوکسانو لپاره چې له مارانو ډارېږي.

په دې ټاپو کې، چې مساحت یې ۱۱۰ هکتاره دی، تر ۴ زره زیات ماران اوسي. د دې معنا دا ده چې په هرو شپږو مترو کې یو مار په مخه درځي.

په کیومادا ګرینا ټاپو کې یوازې عادي او بې ازاره ماران نه موندل کېږي بلکې خطرکاک زهرجن او رنګانګ ماران هم شته.

1ویل کېږي چې د نړۍ په سلو کې ۷۰ ماران بې ازاده دي یعني چیچل نه کا خو د دې ټاپو اکثره ماران چیچونکي دي.

په برازیل کې د مار د چیچلو په اثر د مړو شویو انسانانو په سلو کې ۹۰ د دې ټاپو ماروانو چیچلي دي.

ساینسپوهان وايي چې دا ټاپو یو وخت د وچې برخه و خو ۱۱ زره کاله پخوا له مځکې بېل شوی او د ټاپو بڼه یې خپله کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *