تاند- رانا والونا (Ranavalona) د افریقا په مدغاسکر کې ۳۳ کاله واکمنه وه. دې چې له ۱۸۲۸ څخه تر ۱۸۶۱ میلادي کال پورې واک په لاس کې درلود، د سیمې یوه تر ټولو بې رحمه ملکه وه.
ویل کېږي چې دې د خپلې ۳۳ کلنې واکمنۍ په موده کې د هیواد نیمايي خلک وژلي دي.
راناوالونا په ۱۷۸۸ م کال د مدغاسکر یا مدګاسکر د انتاناناریوو د سیمې په یوه بېوزله کورنۍ کې زېږېدلې، دا لا کوچنۍ وه چې کورنۍ یې په تصادفي ډول مشهوره شوه او دې شهرت د دې بخت وربېداره کړ.
د راناوالونا پلار د وخت پاچا له هغې دسیسې خبر کړ چې د پاچا د وژلو لپاره پلان شوې وه. دې کار پاچا له مرګه وژغوره. پاچا د دې بېوزلې کورنۍ د احسان د ادا کولو لپاره د ده ماشومه لور راناوالونا د اولاد په توګه ومنله او د شاهي کورنۍ غړیتوب یې ورکړ.
دې کار راناوالونا ته لار پرانیسته چې ځان پاچهۍ ته ورسوي.
دې له خپل ناسکه ورور لومړي رادما سره واده وکړ او د هغه دوولسمه ښځه شوه.
په ۱۸۲۸ م کال لومړی رادما (Radama I) په ۳۵ کلنۍ کې ومړ. د رادما له مړینې وروسته راناوالونا په سلطنتي کورنۍ کې خپل ټول سیالان ووژل او واک یې د ۳۳ کلونو لپاره خپل کړ.
د دې دوره د مدغاسکر لپاره تر ټولو خونړۍ او تیاره دوره وه.
د دې د حکومت په موده کې د وګړو بې ګناهي په یوه پخوانۍ طریقه، چې تانکیا نومېږي، معلومېده.
دا طریقه داسې ده چې تورن کس باید د درو چرګانو روغ پوستکی تر ستوني تېر کړي او ورپسې یوه اندازه زهرجنه مېوه وخوري؛ که به د تورن خوا وګرځېده او د چرګانو پوستکي به یې روغ وګرځول، بې ګناه به ګڼل کېده او که به یې پوستکي نیمګړي استفراق کړل، فوراً به په دار خېژول کېده.
راناوالونا به له دې طریقې څخه په استفادې ځان ته وفادار او بې وفا کسان هم معلومول چې له کبله یې د مدغاسکر په سلو کې ۲ خلک اعدام شوي دي.
راناوالونا د اعدام تر دې هم سختې او ظالمانه طریقې کارولې؛ لکه په ژوندوني د کسانو د بدن ټوټه – ټوټه کول، دوه ځایه کول، په اوبو کې اېشول….
دې د خپل حکومت په موده کې پر بېلابېلو سیمو یرغلونه وکړل چې د دې حکومت ته غاړه کښېږدي.
راناوالونا په خپل هیواد کې د عیسویت له تبلیغ سره سخته مبارزه کوله او یو وار یې یو شمېر مسیحیان په یوه دره کې راوځړول او هغوی یې په دې خاطر چې له خپل دینه نه تېرېدل له یوه لوړ ځایه لاندې وغورځول.
خو دې په عین حال کې څو ځلې پر مدغاسکر د فرانسې د حملو مخه ونیوله او د فرانسې د یرغل د مخنیوي لپاره یې د خپل هیواد د عسکرو شمېر زیات او پوځي مرکزونه جوړ کړل.
دې د پوځي مرکزونو د جوړولو لپاره خلک شاقه او سختو کارونو ته اړ ایستل.
د راناوالونا د واک په موده کې (له ۱۸۲۸ څخه تر ۱۸۶۱ میلادي کال پورې) مدغاسکر د کاختۍ او وبا په شان له ګڼو ناورینونو سره مخامخ شو.