تاند- دا هندی ادعا لري چې برېتونه یې د اوږدوالي له پلوه په نړۍ کې ساری نه لري.

د ۵۸ کلن ګریدهار ویاس برېتونه ۲۲ فوټه اوږده دي. دی چې د هند د راجستان ایالت اوسېدونکی دی، د اوږدو برېتونو په خاطر په ټول هندوستان کې مشهور دی. هر څوک له ده سره یادګاري عکسونه اخلي او رسنۍ هم د دې تصویرونه خپروي.

ښاغلی ویاس له ۱۹۸۵ م کال را په دې خوا برېتونه پرې ایښي او باور لري چې په نړۍ کې به تر ده بل څوک اوږده برېتونه ونه لري.

تر دې وړاندې هم د اوږدو برېتونو ریکارډ د یوه هندي و. خو د (رام سینګ) برېتونه ۱۸ اعشاریه ۵ فوټه ول چې تر ویاس درې نیم فوټه لنډ ول.

ویاس وايي، د اوږدو برېتونو ساتل اسانه کار نه دی، د ورځې درې ساعته د هغو پر ږمنځولو لګوي:

«سهار چې څرنګه له خوبه راپاڅم لومړنی کار چې کوم هغه دا دی چې برېتونه د خپل خوب پر تخت خپاره کړم، بیا یې یو څه په تېلو غوړوم، مساج ورکړم؛ دا کار هم نژدې ۲ ساعته وخت غواړي. بیا لېمو او تور پوډر پرې ووهم. هر ماخوستن یې هم مساجوم؛ دا کار سبب کېږي چې برېتونه نرم شي.»

هسې یې نه دي ویلي چې هند د عجایبو وطن دی.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *