د نړۍ زیات ویښته لرونکې نجلۍ د خپل مخ ويښتان هغه وخت جوړ کړل، چې کله یې د ژوند ملګری پیدا کړ

لیکواله: د انا سوروکا

ژباړه: عبدالله ریحان

د ناټي ساسوپان په شان د یوې نجلۍ ژوند په ټولنه کې اسان نه دی. که ډېرې لارې یې ولټول شي بیا هم تر فشار لاندې ژوند دی.

په ځانګړې توګه هغه وخت لا سخت وي چې کله د په مخ زیات ویښتان وي او د ټولنې له وګړو د بیخي فرق وي.

په هر صورت، راځئ چې ساسوپان چې د بنکاک اوسیدونکې ده ورسره اشنا شو د هغې د ژوند په اړه خبر شو. ساسوپان د امبرس – سنډروم په نوم د جنیټکي حالت څخه زوریږي. دغه جنیټکي حالت د ورولف سنډروم په نوم هم یادیږي. هغه په داسې حال کې ژوند کوي، چې د مخ په شمول په ټول بدن یې زیات ویښتان دي. په ۲۰۱۰ م کال کې د جینس د ثبت نړیوال سازمان کې یې نوم ثبت شو.

هغه ورځ، چې ساسوپان نړۍ ته سترګې وغړولې، مور او پلار یې په د فکر شول، چې د هغې ژوند به په دغه عصري او ښایسته ټولنه کې ډېر ستونزمن شي، دغه شیبې یې د مور او پلار لپاره لا سختې وې، چې د ډاکټرانو هڅې کومه نتیجه نه ورکوله. تر اوسه ډاکټران نه دي توانیدلي چې ساسوپان له دغه حالت څخه وژغوري او تداوي یې وکړي.

لیزر د ویښتانو د لرې کولو د درملنې په توګه وکارول شو بلکې کومه نتیجه ورنه کړه او د ویښتانو د لا زیاتیدو او قوي کیدو سبب شو. مګر ساسوپان دغه حالت نه ده مجبوره کړې، چې ژوند کول بس کړي. په ځای ددې چې وشرمیږي او د خلکو له سترګو ځان وساتي ساسوپان دغه حالت قبول کړ. د نړۍ د خلکو له خوا جدي زورول شوې خو بیا هم په ټولنه کې مبارزه او د قوي هوډ لرونکی ځان بولي. کله چې هغه لس کلنه وه، ریکارډ یې جوړ کړ هغې وویل، چې ” زه د بل چا سره کوم توپیر نه لرم او ما په ښوونځي کې زیات ملګري پیدا کړي دي. ويښتانو زه ځانګړې جوړه کړې یم. هغې دوام ورکړ، ویې ویل، چې ” دلته څو نفرو په ما ریشخند جوړ کړ، ماته یې وویل چې مخ دې بیزو ته ورته دی زه باور لرم چې نور به داسې نه وایي”.

د دغې ځوانې نجلۍ راتلونکی د ډیر ګواښ سره مخ و. کله چې پیدا شوه باید د ژوندي پاتې کیدو لپاره هغې دوه عملیات کړي وای. د ناټي پلار یادونه وکړه، چې کورنۍ یې ناخبره وه، نه پوهېده، چې په واقعیت کې هغه له یوه داسې بد حالت سره مخ ده.

د هغې پلار وایي، چې ” هغه ډیره صحتمنده نه وه ځکه چې د  هغې سپږمې یو ملي متر وې. د لومړیو دریو میاشتو لپاره هغه په یوه ماشین کې ساتل کیده چې د ساه بندیدو مخه یې ونیسي. تر لسو میاشتو پورې په روغتون کې وه. موږ یې په اړه زیات اندښمن وو”.

پلار یې ددې حالت د واضح کولو لپاره خبرو ته دوام ورکړ. ” کله چې ګاونډیانو د لومړي ځل لپاره ساسوپان ولیدله، دوی وپوښتل، چې کوم ډول ګناه مې کړې ده. زه زیات اندیښمن وم د هغه وخت لپاره، چې لور مې رالویه شي او ماشومان یې زوروي. غاښونه یې ورور ورور واده کوي د سترګو نظر یې کمزوری دی”.

د نورو ولادینو په څېر د هغې پلار یوازینۍ هیله درلوده، چې لور به یې له دغه بد حالت څخه وژغورل شي بلکې یوه لسیزه پوره شوه. دغې وړې نجلۍ د ښایسته ویښتانو په لرلو سره جایزه تر لاسه کړه او زیات وخت د لا ښایست لپاره خواري کوي.

ساسوپان اوس ۱۷ کلنه ده او عادي ژوند کوي. په حقیقت کې کله چې ساسوپان د ژوند ملګری پیدا کړ هغه اوس د بدن او مخ  ویښتان جوړوي. هغې واده وکړ او نوي عکسونه  په ټولنیزه شبکه، فېسبوک کې خپروي. هغه د هر بل وخت څخه زیاته خوشاله ده.

موږ ورته د لا خوشاله ژوند هیله کوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *