تاند- د نړۍ تر ټولو د اوږده عمر ښځه د روان مارچ په پنځمه /چهارشنبه/ ۱۱۶ کلنه شوه. دې جاپانۍ د چهارشنبې په ورځ، چې د مارچ پنځمه وه، د خپلې زوکړې د کالیزې په ویاړ شمعې ولګولې.

دا، چې په نړۍ کې یوه له ګوته په شمېر کسانو څخه ده چې درې پېړۍ یې لیدلي دي، د ۱۸۹۸ میلادي کال د مارچ په ۵ مه زېږېدلې ده.

1د جاپان په لوېدیځ کې د اوزاکا ښاروال د چهارشنبې په ورځ د هغې کور ته لاړ چې د ۱۱۶ کالیزې مبارکي ورکړي.

دا تېر کال، چې لا یې عمر ۱۱۵ کاله و، د ګینس د ریکارډونو په کتاب کې د نړۍ تر ټولو د زیات عمر د خاوندې په توګه ثبت شوې وه.

1دې په خپله وروستۍ مرکه کې د بریتانیا ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې ته ویلي:«په خپل ټول عمر کې یې هره شپه ۸ ساعته خوب کړی او سوشي (یو ډول اومه کب) یې زیات خوړلي دي.

دا وايي چې باید انسانان زیات استراحت وکړي څو زیات عمر وکړي.

دا ۳ اولادونه او ۶ لمسیان او لمسیانې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *