تاند – په ارجنټاین کې ساینسپوهانو د نړۍ تر ټولو د ستر ډایناسور فوسیلونه وموندل.
ګومان کېږي چې دا ژوی د تیتانوسورانو له کورنۍ سره تړاو لري چې شاوخوا ۹۰ ملیون کاله پخوا په مځکه کې موجود ول.
ساینسپوهان وايي، د دغو دایناسورانو وزن د ۱۴ افریقايي پیلانو هومره یا نژدې ۱۰۰ ټنه و او اوږدوالی یې کابو ۴۰ مترو ته رسېده.
د دانیاسورانو د دغه نسل په اړه څېړنې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسي پیل شوي وې او د دغه ژوي د لکۍ د هډوکو او د غاړې د مړۍ د ځینو برخو د فوسیلونو موندل کېدا به د دې ستر ژوی د ټول وجود تصویر څرګند کړي.