تاند- د دغه هندي ماشوم، چې ویل کېږي د نړۍ تر ټولو غټ سری ماشوم دی، د سر د سمولو جراحي عملیات بریالي ول.
د اووه میاشتني مریتیونجې داس (Mrityunjay Das) له سر څخه، چې (hydrocephalus) تکلیف لري، نژدې ۴ کیلو مایع وایستل شوه. دغو مایع موادو د ده سر د یوې هندواڼې هومره پړسولی و.
د داس سر، مخکې ۹۶ سانتي متره و خو د شپږ اوونۍ درملنې په نتیجه کې ۲۶ سانتي مترو ته کم شو.
د هند د اودیشه ایالت د مرکز بهاوانیشوار د (AIIMS) روغتون سرطبیب ډاکتر دلیپ پاریدا وویل«دا ماشوم د نوومبر له شلمې نېټې را په دې خوا زموږ سره په روغتون کې بستري و. په سر کې دننه یې ډېر تر ډېره پنځه نیم لیتره مایع وه.
تراوسه پوري موږ د ده له سره ۳ اعشاریه ۷ لیتره اوبلن مواد ایستلي.»
له جراحي عملیاتو او د ماشوم له تدریجي ښه کېدا وروسته د نوموړي مور و پلار د خپل ماشوم ژوند ته هیله من شوي دي.
Subhan ALLAHA