تاند- یو اندونیزیايي، چې ګومان کېږي، د نړۍ تر ټولو زوړ انسان دی، خپله ۱۴۶ کلنه کالیزه ولمانځله.
د اندونیزیا د مرکزي جاوا ټاپو د یوه کوچني کلي اوسېدونکي موها ګوتو (Mbah Gotho) اسناد لري چې په هغو کې ثابتوي چې دی د ۱۸۷۰ م کال د دسمبر په یودېرشمه زېږېدلی دی او د اندونیزیا د احوالو د ثبت اداره وايي چې د دغه سړي اسناد دقیق دي.
په دې صورت کې (Mbah Gotho) د نړۍ تر ټولو د اوږده عمر خاوند سړی دی، تر دې وړاندې داسي څوک نه دی موندل شوی چې عمر یې ۱۴۶ کلونو ته رسېدلی وي.
تر ده وړاندې یوه فرانسوۍ ښځه (Jeanne Calment)، چې ۱۲۲ کاله عمر یې درلود، د نړۍ تر ټولو زړه انسانه ګڼل کېده.
ښاغلي (Mbah Gotho) خپله کالیزه له خپلو لمسیانو او لمسیو سره ولمانځله.
د ده خپلوانو او ګاونډیانو د زوکړې سندره ورته وویله.
له ښاغلي (Mbah Gotho) څخه د اوږده عمر راز وپوښتل شو، ده وویل«د اوږده عمر نسحه یوازې صبر او زغم دی.»
په ۱۹۹۲ کال د ده مړینې ته تیاري نیول شوې وه او حتي د قبر ډبره هم ورته چمتو شوې وه خو دا ده له هغه وخته ۲۴ کاله تېرېږي او دی لا هم ژوندی دی.