تاند- دا د نړۍ یوه تر ټولو زړه اپلیکېشن جوړوونکې ده.

دا وايي:«زه ماساکو واکامیا یم.»

جاپان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې خلک یې اوږد عمر کوي او د زړو شمېر یې زیات دی. په هرو څلورو جاپانیانو کې یو تن تر ۶۵ کلونو زوړ دی.

مېرمن واکامیا غواړي چې دوی ته ووايي چې له ټکنالوژۍ ونه بېرېږي. عموماً زاړه خلک له ټکنالوژۍ تېښته کوي ځکه فکر کوي چې ټکنالوژي د ځوانانو کار دی.

دې په ۲۰۱۷ کال، چې ۸۱ کلنه وه، د زړو لپاره د هینادان په نوم د لوبې اپلیکېشن جوړ کړ.

One thought on “د نړۍ تر ټولو زړه اپلیکېشن جوړوونکې”
  1. بخښنه راته وکی چه همیشه خپل خیرن مخ درته دوری ووری کوم
    د نړۍ تر ټولو زړه ایپلیکشن جوړوونکې نه
    بلکه
    د نړۍ تر ټولو مُسنه ایپلیکشن دی که څه بلا دی جوړوونکې
    د زړې یا زاړه د صفت یادونه نور مفاهیم هم لری چي په پورته لیکنه منظور باید فقط د ډېر عمر درلوونکې یا درلوونکی وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *