تاند- د نړۍ تر ټولو زړې ښځې د مارچ په څلورمه خپله ۱۱۷ کالیزه ولمانځله.
دا مېرمن میساو اوکاوا (Misao Okawa) نومېږي، د ۱۸۹۸ میلادي کال د مارچ په پنځمه نېټه په اوساکا (Osaka) کې زېږېدلې ده.
دې د چهارشنبې ورځ /مارچ۴/ د زوکړې له نېټې یوه ورځ مخکې خپله کالیزه د کورنۍ له غړیو سره په ګډه ولمانځله.
اغلې اوکاوا د چهارشنبې په ورځ د کالیزې په مراسمو کې وویل، ۱۱۷ کلونه ډېر زیات وخت نه ښکاري.
دا اوس د اوسکا ښار په یوه پالنځي کې اوسي.
د پالنځي کارکوونکي وايي چې مېرمن اوکاوا په وروستیو کې یو څه نوره کمزورې شوې او ږغ سم نه اوري. خو په مجموع کې یې روغتیايي وضعیت بیخي ښه دی.
دې په ۱۹۱۹ میلادي کال، چې له انګرېزانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ کال دی، له ښاغلي اوکاوا سره واده وکړ. اوکاوا په ۱۹۳۱ کال ومړ.
دوی دوه زامن او یو زوی لري.
مېرمن اوکاوا اوس څلور لمسیان او لمسۍ او شپږ کړوسیان او کړوسۍ لري.
په ۲۰۱۳ میلادي کال مېرمن اوکاوا د ګینس د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر لرونکې ښځې په توګه ثبت شوه.