تاند- چین د نړۍ تر ټولو ستر رادیو ټیلسکوپ، چې ۵ کاله پخوا یې کار پرې پیل کړی و، وروستي پړاو ته رسولی دی.

دا ټیلسکوپ د چین په جنوب کې د ګوییژو (Guìzhōu) ولایت په یوه غرنۍ سیمه کې جوړ شوی دی.

د دغه ټیلسکوپ قطر ۵۰۰ متره او مساحت یې د فوټبال د ۳۰ میدانونو هومره دی.

تر دې وړاندې د نړۍ تر ټولو ستر ټیلسکوپ د امریکا د ناسا ټیلسکوپ و چې بې شمېره ستوري، مځکې، اجرام او کهکشانونه یې پرې کشف کړي دي.

2چین وايي چې په دې ټیلسکوپ به، چې دوه میاشتې وروسته ورڅخه کار اخلي، په فضايي تحقیقاتو کې ګټه واخلي.

 د دې ټیلسکوپ پر جوړولو چین ۷۰۰ ملیون یوانه، چې شاوخوا ۱۱۰ ملیون امریکايي ډالره کېږي، لګولي دي.

د دغه ټیلسکوپ د جوړولو وړاندیز په ۱۹۹۴ م کال وشو خو کار پرې په ۲۰۱۱ م کال پیل شو.

نن چین وویل چې د دغه ټیلسکوپ، چې له زرګونو درې کونجي ټوټو جوړ شوی، وروستۍ ټوټه نصب شوه.

One thought on “د نړۍ تر ټولو ستر راډیو تیلسکوپ په چین کې جوړ شو”
  1. دآفغان حکومت ددې چينائې وسلو په ساتنه کي پوره مسوليت لري چه دا وسلې دمخاليفونو او دپاکستان ولاس ته يا ونشنلستي افرادو په لاس ونه لويږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *