تاند- د بریتانیا د اکانومیسټ مجلې د راپور پر اساس سینګاپور تر توکیو او لندن اړولې او اوس د نړۍ تر ټولو قیمتي ښار دی.
د اکانومیسټ پر اساس، له یوې خوا د دغه هیواد د پیسو ارزښت لوړ دی او له بلې خوا د خوړو، ترانسپورت او هوټلونو کرایې لوړې دي.
په سینګاپور کې د جامو یا کالو بیه هم د نړۍ تر نورو سترو ښارونو لوړه ده.
تر دې مخکې، ډېر مخکې نه په ۲۰۱۳ کې، د جاپان پلازمېنه توکیو د نړۍ تر ټولو قیمتي ښار بلل کېده.
د اکانومیسټ مجلې له راپور سره سم که په نړۍ کې لس تر ټولو قیمتي ښارونه وي نو اکثره یې په اسیا کې دي.
د مجلې د راپور له مخې په اروپايي ښارونو کې، چې پخوا تر ټولو قیمتي ګڼل کېدل، وضعیت بدل شوی او اوس د پخوا په شان پکې د ژوند وسایل ګرانه نه دي مګر په اسیايي ښارونو کې قیمتونه لوړ شوي دي.
د اروپا تر ټولو په قیمتي ښارونو لکه لندن کې خوراکي مواد او جامې ارزانه دي خو ترانسپورت او د هستوګنې کرایې یې لوړې دي.
when ever I am reading taand news paper I get mor information and know about the situation of the world I like it so much!