تاند- د ساینس انلاین د راپور له مخې سامسونګ شرکت وايي چې د خورا زیاتې حافظې درلودونکی هارد ډیسک یې جوړ کړی او بازار ته یې راایستلی دی.
د دغه ډیسک، چې (PM1633a) نومېږي، حافظه یا میموري ۱۵ اعشاریه ۳۶ تري بایټه ده.
سامسونګ شرکت د تېر کال په اګست میاشت کې ویلي و چې د داسي هارد ډیسک پر جوړولو کار کوي چې ۱۶ تري بایټه حافظه ولري.
په ۱۶ تري بایټه حافظې کې نژدې ۳ ملیونه صوتي یا ادیو فایلونه، تر څلور زره زیات فلمونه یا نژدې ۵ ملیونه دیجټلي عکسونه ځاییږي.
دا هارد ډیسک صرف ۶ سانتي متره اوږدوالی لري.
تراوسه پوري د دغه هارد ډیسک بیه لا معلومه نه ده خو ګومان کېږي چې بازار ته د دې میموري له راوتلو سره به د نورو موجودو فلشونو بیې ټیټې شي.
حاضردمه په نړۍ کې موجود هارد ډیسکونه چې په بازار کې موندل کېږي، له ۸ تر ۱۰ تري بایټو پوري حافظه لري.
دا هارد ډیسکونه د سي ګېټ او ویسترن دیجټل کمپنیو له لوري جوړېږي.