تاند- ۷۷ کلن چندرا بهادر دانګي له خپل سرټیفکېټ یا سند سره د عکاسانو د کامرې مخته وینئ.
نوموړی د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې د نړۍ تر ټولو ټیټ انسان وپېژندل شو او تراوسه پوري بل چا د ده ریکارډ نه دی مات کړی.
د ریکارډونو په کتاب ګینس کې هم تر ده د ټیټ کس نوم نه دی ثبت شوی.
د چندرا بهادر دانګي ونه (قد) ۲۱ اعشاریه ۵ اینچه ده. تر دې مخکې د ټیټوالي ریکارډ د فلیپین جونیري بالاوینګ (Junrey Balawing) ټینګ کړی و. د نوموړي لوړوالی ۳۲ اعشاریه ۵ اینچه و.