تاند- د سمندري چارو لرغونپوهانو یوه بېړۍ ومونده چې تراوسه په موندل شویو روغو بېړیو کې د نړۍ تر ټولو پخوانۍ بېړۍ ده.

د ټایم مجلې د راپور له مخې، دا بېړۍ، چې د یونان سمندرغاړو ته نژدې د سمندر د اوبو له سطحې ۲ کیلو متره لاندې موندل شوې، ۲۴۰۰ کاله پخوانۍ ده.

دوی وايي چې د سمندر په تل کې (۲ کیلو متره لاندې) د اکسیچن نشتوالی سبب شوی چې بېړۍ په ۱۴۰۰ کلونو کې ورسته یا خرابه نه شي.

ساینسپوهانو د موندل شوې بېړۍ په سیمه کې، چې پخوا پکې تېل موندل شوي وو، ۳ کاله کار وکړ.

دوی وايي چې د نورو بېړیو شاوخوا ۶۰ ټوټې یې هم موندلي چې د هغو په منځ کې د ۱۷ پېړۍ د رومیانو یوه تجاري بېړۍ هم شامله ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *