تاند- ژبه ور به ډېر وي خو تراوسه پوري دومره پلنه ژبه نه ده لیدل شوې. د دغه سړي، چې براین شلینکر نومېږي، د ژبې پلنوالی ۸ اعشاریه ۶ سانتي متره دی.
د ده د ژبې پلنوالی د د ریکارډونو د ثبت په کتاب یعني ګینس کې ثبت شوې ده.
د شلینکر لور هم کمسارې ده. د هغې د ژبې پلنوالی څه باندې اووه سانتۍ دی.
پلنشلینکر وايي چې تصادفاً یې یوه ورځ دې ته پام شول چې تر ده به په دنیا کې د چا ژبه پلنه نه وي.
دی وايي، یوه ورځ یې له خپلې لور سره په کتابتون کې د ګینس د ریکارډونو په کتاب کې ثبت شوي موضوعات کتل چې د هغو په منځ کې د یوه استرالیايي نوم د هغه د ژبې د پلنوالي په خاطر ثبت شوی و.
د استرالیايي د ژبې پلنوالی ۷ اعشاریه ۹ سانتي متره ثبت شوی و او ورسره ویل شوي و چې د دغه سړي ژبه په نړۍ کې تر ټولو پلنه ژبه ده.
شلینکر وايي، کله چې کور ته ورسېد د خپلې ژبې اندازه یې واخیسته، که ګوري چې د استرالیايي تر ژبې هم پلنه ده.
ده د ګینس د ریکارډونو د کتاب استازي ته ټېلفون وکړ او ورته ویې ویل چې ژبه یې د هغه کس تر ژبې پلنه ده چې دوی په خپل کتاب کې ثبت کړی دی.