تاند- فوربس مجله وايي چې امریکايي ماډله او سوداګره کایلي جینر د نړۍ تر ټولو کم عمره ملیاردره ده.

کایلي جینر د فوربس له لوري د نړۍ تر ټولو د ځوانې ملیاردرې له نومول کېدو وروسته وویل «زما توقع نه وه. دا مې تراوسه نه اټکلوله خو ښه احساس یې راکړ. دا زما لپاره لویه بریا ده.»

د دې په وینا ټولنیزو رسنیو له دې سره ډېره مرسته کړې ده.

کایلي جینز ۲۱ کلنه ده او په ۲۰۱۶ م کال یې د (Kylie Cosmetics) په نوم د سینګار د وسایلو کمپنۍ جوړه کړه.

تر دې وړاندې د فېسبوک کمپنۍ خاوند مارک زاکربرګ د نړۍ تر ټولو کم عمره یا ځوان ملیاردر ګڼل کېده. نوموړی په ۲۳ کلنۍ کې ملیاردر شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ