تاند- د نړۍ تر ټولو د زیات وزن لرونکې ښځه، چې نژدې ۵۰۰ کیلو (۱۱۰۰ پونډ) وزن یې درلود، د رژیم نیولو له لارې وتوانېده چې ۲۱۰ پونډه (څه باندې ۹۵ کیلو) وزن کم کړي.
د هند د مومبي په سیفې (Saifee) روغتون کې ډاکتران په دې حیران شول چې د دوی تر درملنې لاندې ناروغه ایمان احمد العطای، چې د جنورۍ په میاشت کې په دغه روغتون کې بستري شوې وه، دومره وزن بایللی دی.
ایمان احمد غذايي رژیم د دې لپاره پیل کړی و چې د نن (سې شنبې / مارچ ۱۳) جراحي عملیاتو ته چمتو شي.
د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې مېرمن ایمان احمد تر جراحي عملیاتو وړاندې په نسبتاً لنډه موده کې تر هغه څه چې داکترانو تمه لرله، دوه برابره زیات وزن کم کړی دی.
اوس د دې وزن له ۱۱۰۰ پونډو ۹۰۰ پونډو ته لږ شوی دی او ډاکتران هیله لري چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې به ۲۰۰ پونډه نور وزن هم کم کړي.
د (gastrectemy) په نوم درملنې د دې د نس اندازه په سلو کې ۱۵ کوچنۍ کړې ده.
ایمان احمد د زوکړې په مهال نژدې ۵ کیلو وزن درلود او ډېر ژر ډاکترانو تشخیص کړه چې په (elephantiasis) اخته ده او وزن به یې ورځ په ورځ زیاتېږي.