36 کلنه ايمان احمد د نړۍ په تاريخ کې د امرېکايۍ کارل ياګر (540 کېلوګرام) څخه راوروسته دويمه او اوسمهال د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه ده، چې وزن يې کابو 500 کېلوګرامو ته رسېږي. د ايمان د کورنۍ د غړو په وينا؛ نوموړې د زيږون پر مهال 5 کېلوګرامه وزن درلود، چې همدې بې کچې چاغوالي ښوونځي ته له تګ هم پاتې کړه.
نوموړې پرون ورځ د وزن کمولو په موخه د هند ممبيي ښار ته ورسېده. ايمان چې د مصر په يوه هوايي شرکت کې سيفي روغتون ته راوړل شوه، د ممبيي يوه روغتون ته د جرثقيل (کرين) په مرسته وروړل شوه!
مصرۍ ايمان له 11 کلنۍ راهيسي پرځای پرته ده او د وزن د زياتوالي له کبله له ناستې ولاړه وتلې ده. نوموړې دمګړۍ د ډاکټرانو تر درملنې لاندې ده. د ډاکټرانو مشر “مفضل لکداوالا” له درې مياشتو راهيسي له خپلې ډلې سره د ايمان په درملنه بوخت دی. دوی له مصر څخه هند ته، د نړۍ تر ټولو چاغې ښځې د لېږدولو لپاره ټول اړوند تدابير نيولي وو.
ښاغلی “لکداوالا” وايي: ممبيي ښار ته د ايمان لېږدونه زمونږ لپاره يوه ستره ننګونه وه؛ دا ځکه چې نوموړې داسې ناروغه ده، چې له تېرو 25 کالو راهيسي نه هم له کوره وتلې او نه هم له ځايه خوځېدلې.
چاغه ايمان د ممبيي سيفي روغتون د جراحانو څانګې مشرې اپارنا بهانسکر په ملتيا، په نوموړي روغتون کې تر درملنې لاندې ده. ډاکټران به د جراحۍ ځانګړي مهارتونه، چې پکې د بدن د ځينو غوښو شکول هم شامل وي، د نوموړې د وزن کمولو په موخه وکاروي.