ویدیو لري –
تاند- د نړۍ تر ټولو چاغ زده کوونکی د څو کیلو وزن له کمولو وروسته بالاخره ښوونځي ته حاضر شو.
د بریتانیا ډیلي مېل ورځپاڼې نن /پنجشنبه/ راپور ورکړ چې ۱۰ کلن اریا پیرمانا ته مور سخت رژیم ورکړ.
دا اندونیزیايي ماشوم دومره لټ و چې په ټولګي کې یې ټوله ورځ په پروته تېروله او صرف څو دقیقې به یط ساتېري کوله، له همدې کبله له ښوونځي وایستل شو.
ده ته د ورځې ۵ وخته خواړه ورکول کېږي.
له نوي غذايي رژیمه وروسته دا ماشوم اوس نه یوازې ګرځېدای او کښېنستی شي بلکې تر ښوونځي په خپلو پښو تللی هم شي.