تاند- څېړونکي وايي چې د نړۍ تر ټولو تېز یا چټک مېږي یې پېژندلی چې دراکولا نومېږي.
د دوی په وینا دا ژوی په ساعت کې ۳۲۰ کیلو متره چټک تللی شي.
د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، دې څېړنې پخوانی نظر رد کړ چې پر اساس یې چیتا تر ټولو چټک حیوان بلل شوی و.
چیتا، چې یو ډول پړانګ دی، په ساعت کې ۹۶ کیلومتره تېز تللی شي.
د امریکا د ایلونای پوهنتون څېړونکي وايي، ډراکولا مېږي، په حیرانوونکي ډول خپل سرعت په ساعت کې تر ۳۲۰ کیلو مترو ته رسولی شي؛ یعني د انسان د سترګو تر رپولو ۵ زره ځلې چټک.
دې کشف د چیتا د سرعت په اړه نظر بدل کړ.
ډراکولا مېږي په افریقا، استرالیا او جنوبي اسیا کې اوسي او په تګ کې له خپلې ژامې زیات کار اخلي. کله چې دا مېږی خپلې ژامې ټینګې کړي تر پرانیستلو وړاندې یو ډول فشار رامنځته کېږي.
هغه انرژي چې د دې مېږي ژامې جوړوي، دومره غښتلې ده چې ځنځه په خورا اسانۍ وژني او ژر یې خپل مېږنتون ته وړي.
دراکولا مېږي نورو ژوو ته خوله هم اچوي او ژر پر نورو ژوو بریالي کېږي ځکه چې ډېر پیاوړي دي.
ښايي، ځینو ته دا پوښتنه پیدا شي چې ساینسپوهان څرنګه پوی شول چې دا مېږي په ساعت کې تر ۳۲۰ کیلو متره تېز تللی شي؟
هغوی وايي چې د یو ډول ځانګړو کمرو په وسیله یې د دراکولا مېږي سرعت معلوم کړی دی. د دوی په وینا په دې کمرو کې ثبت شوې ویدیو ورته وښوده چې دراکولا په منډه کې له ژامې څخه څنګه کار اخلي.
دوی وايي چې دا ژوی پر بل ژوی تر خولې لګولو مخکې نژدې ۴ ثانیې پر ژامه فشار راوړي چې د هغې د جمپ خاصیت زیات کړي.