تاند- د ماچ شلمه په نړۍ کې د خوشالۍ ورځ ده. دا ورځ له ۲۰۱۳ م کال راهیسې هر کال لمانځل کېږي.

ملګروملتو دا ورځ د دې لپاره نومولې چې د نړۍ د خلکو په ژوند کې خوشالۍ ته اهمیت ورکړل شي.

په ۲۰۱۵ م کال ملګروملتو د پایښتي پرمختګ ۱۷ هدفونه وټاکل چې د بېوزلۍ پای ته رسول، د نابرابرۍ کمول، او د مځکې یا نړۍ ساتنه یې درې کلیدي هدفونه دي چې د خوشالۍ سبب کېږي.

ملګرو ملتو د هر عمر هر انسان، هر ټولګي، هرې موسسې او هر حکومت ته بلنه ورکړې چې د خوشالۍ نړیواله ورځ ولمانځي.

خوشالي د انسانانو یو اساسي هدف دی او له همدې کبله له حکومتونو څخه غوښتل کېږي چې داسې عامه او ملي پالیسۍ جوړې کړي چې د وګړو د سوکالۍ سبب کېږي.

ملګري ملتونه غواړي چې د خوشالۍ لپاره د یوې ورځې په نومولو دې ته پام واړوي چې اقتصادي وده د خوشالۍ د زیاتېدو سبب شي او ورسره په یو وخت اقتصادي وده د چاپېریال او ټولنې د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

د خوشالۍ د نړیوالې ورځې ایډیا یا نظر له کوچني هیواد بوټان څخه راغلی دی.

ویل کېږي چې د بوټان خلک د نړۍ د ډېرو هیوادونو د ولسونو په پرتله خوشاله دي.

خو په روان ۲۰۱۹ م کال کې د تېر کال په شان د فنلنډ خلک په نړۍ کې تر ټولو خوشال خلک بلل شوي دي.

افغانستان د نړۍ په ۱۵۶هیوادونو کې ۱۵۴ ځای لري.

د خوشالۍ له نظره د دې لیست وروستی هیواد جنوبي سوډان دی.  په دې حساب تر افغانستان یوازې دوه هیوادونه د لږ خوشالۍ درلودونکي ګڼل شوي دي.

په خوشالو هیوادونو کې له فنلنډ وروسته ډنمارک دی. تېر کال ناروې دوهم هیواد ګڼل شوی و خو سږ کال ناروې د لیست په درېمه خانه کې دی.

آیسلنډ، سویس، نیوزیلنډ، کاناډا او استرالیا له څلورم تر لسم پوري دي.

د امریکا متحد ایالتونه ۱۹ دی خو که لیست ته وګورو د خوشالو هیوادونو په سر کې اکثره اروپايي هیوادونه دي.

د دې لیست په لومړیو ۲۰ هیوادونو کې ۱۴ یې ارويايي هیوادونه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *