تاند- ساینسپوهان وايي، یو ډول نوی مار یې پېژندلی چې د پینسل د منځني کاربون هومره نری دی.

ساینسپوهان وايي چې دا د نړۍ تر ټولو کوچنی مار دی چې تر اوسه موندل شوی دی.

دا کوچنی خزنده د تیترا چیلوستوما مارانو په کورنۍ پوري تړلی دی.

Pencilتر دې وړاندې یو بل ډول مار د ریکاردونو د ثبت په کتاب کې ثبت شوی و خو دا یو تر هغه هم وړوکی دی.

دا یو د بلوغ په مرحله کې یوازې ۱۰ سانتي متره اوږدوالی لري او که له پنسله کاربون یې وایستل شي نو ورڅخه تېرېدای شي.

همداراز دا مار، چې د کربین سمندرګي د ختیځ په لیسیر انتلیس سیمه کې موندل شوی، په اسانه مېږتون ته ننوتی او د هغوی هګۍ خوړلی شي.

د کربین سمندرګي کوچنيو ټاپوګانو ته د انسانانو تګ راتګ لږ دی ځکه دا ډول ماران پکې ژوندي پاتې دي.

2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *