تاند- د لندن په شمال کې دا کور، چې په ایله کې یو تخت پکې ځاییږي په ۲ لکه ۷۵ زره پونډه پلورل کېږي.

د انډیپینډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې دا کور، چې اوسېدونکی یې باید د خوب لپاره د پخلنځي دپاسه نصب شوي تخت ته وخېژي مارکیټ ته د پلورلو لپاره وړاندې شوی دی.

دا کورګی، چې د لندن د برتنسبري په ایسلینګټن کې دی، په یوه پوړ کې جوړ شوی او ټولټال ۱۸۸ فوټه دی.

د خوب خونه یې د پخلنځي دپاسه جوړه شوې.

ډېر کوچنی تشناب هم لري.

ویل شوي چې دا ممکن د نړۍ تر ټولو کوچنۍ قیمتي کور وي. بې له شکه په نړۍ کې به تر دې کوچني کورونه وي خو دومره لوړه بیه به ونه لري.

1 1 1 1 1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *