ښوونځی واقعي نړۍ ته د ماشومانو د ورتګ لومړنۍ پړاو دی. ښوونځي د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د خلکو پوهه لوړوي او د هغوی ژوند ته بڼه ورکوي څو په شجاعت او پراخې سینې د راتلونکې په لور ولاړ شي. یو نورمال ښوونځی له یوشمېر زده کوونکو، کتابونو، بکس او څو درسي صنفونو څخه عبارت دی. زده کوونکي په ښوونځیو کې له خپلو ښوونکو څخه د بېلابېلو موضوعاتو په اړه زده کړه کوي او هغوی ته کورنۍ دنده ورکوي چې هره ورځ هغه سرته ورسوي، ښوونکي له همدې لارې د زده کوونکو مهارتونه او ستعدادونه ارزوي. خو داسې ښوونځي هم شته چې له نورو متفاوت دي او د زده کړو ځانګړي سیستمونه لري، دوی خپله دا سیستمونه جوړ کړي دي، چې د بېلګې په ډول لاندې تاسو ته د نړۍ لس عجیبه ښوونځي در پېژنو:

جادوګر ښوونځی  Witch School

جادوګر ښوونځی د امریکا متحده ایالاتو په «ماساچوست» ایالت کې موقعیت لري چې دrev. Ed Hubbard په نامه یو کس جوړ کړی دی. دا ښوونځی په انلاین ډول زده کوونکي روزي او هغوی ته زده کړې ورکوي، په دې ښوونځي کې د زده کوونکو فیزیکي شتون اجباري نه دی، هرڅوک په خپله خوښه دی. په دې ښوونځي کې زده کوونکو ته د جادو عقایدو او اړونده موضوعاتو په اړه زده کړه ورکول کېږي. جادوګر ښوونځی په ۲۰۰۴م کال کې پرانیستل شو او تر دې مه پکې له ۲۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده. که څه هم ارتدوکس مسیحیان د دې ښوونځي له فعالیتونو سره شدیداً مخالف دي، خو یاد ښوونځی له شته مخالفتونو سره سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د رېلګاډي د تمځي ښوونځی Train platform school

رېلګاډی ښوونځۍ د نړۍ دویم عیجبه ښوونځۍ دی. د هند په ډېری ښارونو کې یو زیات شمېر ماشومان د دې پرځای چې ښوونځیو ته لاړ شي خپلې شپې ورځې د اورګاډي په تمځایونو کې تیروي. د ماشومانو دې وضعیت ته په کتو د Inderjit Khurana په نامه یو ښوونکي پرېکړه وکړه چې د دغو ماشومانو لپاره خپل ښوونځی د رېلګاډي تم ځای ته انتقال کړي. په حقیقت کې دا ښوونځی د ریلګاډي په تمځای کې موقعیت لري. په دې ښوونځي کې زده کوونکو ته شعر ویل، تیاتر او اړونده نور مسایل ور زده کېږي. یاد زده کوونکي کولای شي چې هر خت په خپل زړه ښوونځی پریږدي. په رېلګاډي ښوونځي کې ماشومان او د هغوی کورنیو ته روغتیايي خدمات، خواړه او نورې اسانتیاوې هم برابریږي.

د مارانو جادويي ښوونځیSnake charming school

دا ښوونځی په هند کې موقعیت لري، د مارانو په ښوونځي کې په دوه کلنۍ کې ماشومانو ته د مارانو جادو کول ور زده کېږي او همدا چې ماشومان ۱۲ کلنۍ ته رسیږي د مارانو او د هغوی د طبیعت په اړه په پوره ډول پوهیږي، دا مسلکي زدکړې مرسته کوي څو ماشومان په ډېرې راحتۍ د مارانو په اړه څېړنې او په دې برخه کې کار وکړي. په دې ښوونځي کې هلکانو ته ور زده کېږي چې څنګه ماران را ونیسي او د هغوی په اړه تحقیق وکړي، همداراز نجونو ته د مارانو د ساتلو لارې چارې ور زده کول کېږی.

د  بروکلینازاد ښوونځی Brooklyn free school

لکه څنګه چې له نوم څخه یې ښکاري، دا ښوونځی په ازاد ډول په امریکا کې فعالیت کوي او په ۲۰۰۴ م کال کې تاسیس شو. په دې ښوونځي کې د زده کوونکو لپاره هیڅ قانون او مقررات نشته، په حقیقت کې د دې ښوونځي هدف دا دی چې زده کوونکي باید خپله لاره ځانته پیدا کړي. د دې ښوونځي زده کوونکي په خپله خوښه هرڅه زده کوي. دوی که چېرې ونه غواړي په ښوونځي کې درس ووايي کولای شي په خپل کور کې پاتې شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. پر دې ښوونځي د مقراراتو د نشتون له کبله ډېرې نېوکې کېږي، خو بروکلین ازاد ښوونځی د یو مشهور او پېژندل شوي ښوونځي په حیث خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د کښتۍ ښوونځی Boat school

په بنګله دیش کې د موسمي بارانوونو له کبله د زرګونو زده کوونکو زده کړې د کورنو او ښوونځیو د ویجاړېدو له کبله تر اغیز لاندې راغلې. په دې هېواد کې یاد وضعیت ته په کتو د Shidhulai Swanirvar  Sangsthaپه نامه یو کس د بېړیو پر سر ښوونځي جوړ کړل څو د کوچنیو ماشومانو د زده کړو ستونزه هواره کړي. اوس مهال زرګونه زده کوونکي هره ورځ د همدې کښتیو پر سر په خپلو زده کړو بوخت دي. دا کښتۍ په کمپیوټر، انټرنټ او یوه کوچني کتابتون مهجز دي.

د دونګژونګ د سمڅو ښوونځیDongzhong cave school

دا ښوونځی له نورو نړېوالو ښوونځیو سره ډېر توپیر لري، د دې ښوونځي زده کوونکي په غره کې دننه په کېندل شویو خونو کې زده کړې کوي، دا ښوونځۍ د چین په «ګوئیژو» ایالت کې موقعیت لري او په ۱۹۸۴ م کال کې تاسیس شو، دا ښوونځی اوس مهال ۱۸۶ زده کوونکي لري چې ۸ ښوونکي ورته تدریس کوي. ګوئیژو د چین یو له بېوزله ایالتونو څخه شمېرل کېږي او د دولت له لوري هېڅ مرسته هم نه ترلاسه کوي. یاد وضعیت ته په کتو د دې ایالت خلکو پرېکړه وکړه چې په خپله دا ښوونځی جوړ کړي. 

ابو ابتدايي ښوونځی   Abo Elementary School

دا ښوونځی په نیومکسیکو کې موقعیت لري او د امریکا متحده ایالاتو لومړنی پټ یا تر ځمکې لاندې ښوونځی دی. دا ښوونځی د امریکا او روسیې ترمنځ د سړې جګړې په اوږدو کې جوړ شوی دی. د دې سیمې خلکو غوښتل چې ماشومان یې د جګړو په اوږدو کې هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي څو له نورو شاته پاتې نشي. دا ښوونځی په ۱۹۹۵ م کال کې د یوې لنډې مودې لپاره وتړل شو خو تر لنډې مودې وروسته یې بیا فعالیتونه پیل شول. په ابو ښوونځي کې په زده کړه بوخت زده کوونکي ډېره خوښ دي چې په مهم ځای کې زده کړې کوي. 

د ګولو لومړنۍ ښوونځی  Gulu Elementary school

دا ښوونځی په چین کې موقعیت لري او د نړۍ د عجیبو ښونځيو د نوملړ په سر کې ځای لري، چې په ټوله نړۍ کې ډېر کسان یې لېدو ته هم ورځي. ګولو د چین په «سیچوان» ولایت کې یوه غرنۍ سیمه ده چې  په یوې زړه راښکونکې سیمه کې واقع شوې ده. دا ښوونځی د ۸۰ مې لسیزې په وروستیو کې جور شو او تر دې دمه دوه ځلي بیا رغول شوی دی. 

د فلادالفیا راتلونکی ښوونځی  Philadelphia school of future

دا ښوونځی په ۲۰۰۶ م کال کې تاسیس شو، په دې ښوونځي کې زده کوونکي د خپلې راتلونکې په اړه فکر کوي. د ښوونځي زده کوونکي له بېلابېلو پرمختللو اپلیکیشونونو سره وصل دي، د بېلګې په ډول وان نټ، ریاضي او داسې نور.  د فلادالفیا ښوونځي درسي ساعت د سهار په ۹ بجو پیلیږي او د مازدیګر تر ۴ بجو پورې دوام کوي، چې د یوې ادارې کاري ساعت سره برابر دی، د فالدالفیا ښوونځی زده کوونکي تر فارغېد وروسته دې ته چمتو کوي چې خپلې ټولې چارې په خپله سمبال کړي. د دې ښوونځي زده کوونکي په ریاضي کې ډېر بریالي دي او په راتلونکې کې د ریاضي په برخه کې د ویلو لپاره له ځانه یو څه لري.

اِلف ښوونځیElf school

دا ښوونځی په ایسلند کې دی، په دې ښوونځي کې زده کوونکو ته د پېریانو د عامه دود او کلتور او همداراز د هغو موجوداتو په اړه چې انسانان یې نشي لیدلای زده کړې ورکول کېږي.

دا ښوونځی په ۱۹۹۰ م کال کې تاسیس شو او تر دې مه پکې تر ۹۰۰۰ ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *