تاند- د سعودي عربستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر سعود الفیصل، چې په نړۍ کې یې تر ټولو خارجه وزیرانو زیات وخت د باندنیو چارو وزارت دنده په لاس کې لرله، وفات شو.
سعود الفیصل څو میاشتې مخکې د سعودي عربستان له باندنیو چارو وزارته استعفا وکړه او نوي پاچا ملک سلیمان د ده استعفا ومنله.
سعود الفیصل له ۱۹۷۵ میلادي کال راهیسي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر و خو د سږ کال د اپریل په میاشت کې یې له دې دندې استعفا ورکړه.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلیمان په اپریل کې د سعود الفیصل استعفا ومنله او د نوموړي پر ځای یې عادل الجبیر د بهرنیو چارو وزیر وټاکه.
سعود الفیصل ۴۰ کاله د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر و.
د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزارت د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل چې سعود الفیصل وفات شوی او په دې اړه رسمي اعلامیه به وروسته خپره شي.
شهزاده سعود الفیصل په ۱۹۷۵ م کال د سعودي عربستان د باندنیو چارو وزیر وټاکل شو او د اپریل په ۲۹ مه یې پر ځای عادل جبیر، چې پخوا په واشنګټن کې د سعودي عربستنان سفیر و، وټاکل شو.
?د نړۍ د بهرنیو چارو تر ټولو پخوانی وزیر وفات شو
دا لوی خبیث ؤ