تاند – په نړۍ کې د روان کال ۲۰۱۳ م تر ټولو غوره لوبغاړي هاشم امله افغانستان ته مبارکي ورکړه چې نړیوال جام لوبو ته یې لاره پیدا کړه.

هاشم امله د کرکټ په ډګر کې هغه نامتو لوبغاړی دی چې روان کال د نړۍ د ذهین کرکټ لوبغاړي لقب ورکړل شو. دی له اصله هندي مسلمان دی خو په جنوبي افریقا کې اوسیدلی او د دې هیواد د ټیم غړی دی.

هاشم امله د جمعې په ورځ په شارجه کې د کینیا لوبډلې ته د افغانانو له لورې له ماتې وروسته وویل، دا خورا ستره لاسته راوړنه ده چې افغان لوبغاړو ترلاسه کړه. هاشم امله وویل« افغان لوبغاړي هغه کسان دي چې له تیرو دریو لسیزو یې هیواد د جګړو په لمبو کې ایسار دی، نو راځئ چې لاسونه دعا ته لپه کړو چې دغه بریالیتوب د افغان قوم لپاره د نوي عصر سپیده چاود شي

هاشم امله د جنوبي افریقا لومړی لوبغاړی دی چې درې سلیزې یې په یوازې سر په یوه لوبه کې جوړې کړې دي. ده په ۲۰۱۲ کال کې ۳۱۱ منډې د انګلستان په وړاندې وکړې. دی د نړۍ په یو ورځنیو لوبو کې دا ویاړ لري چې تر بل هر لوبغاړي یې ډیرې ژر خپلې لومړۍ ۳۰۰۰ منډې کړې دي. روان کال د نړۍ په ټسټ او یو ورځنۍ لوبو کې د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی شو. تر اوسه یوازې د استرالیا پخواني کپتان ریکي پاوینټینګ دغه ویاړ درلود چې په یوه ورځنۍ او ټیسټ میچونو کې یو ځل د کال تر ګردو غوره لوبغاړی شوی و.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۵ کال په فبروري او مارچ میاشتو کې د پنځوس اورونو نړیوال جام په استرالیا او نیوزیلنډ کې ترسره شي. له افغان لوبډلې سره د استرالیا، نیوزیلنډ، انګلستان، سریلانکا او بنګله دیش ټیمونه په الف ګروپ کې ځای شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *