تاند- لرغونپوهان په دې کار کوي چې څرنګه په یوه جنګ ځپلې سیمه کې د یوه جومات ودانۍ په پېړیو پېړیو یرغلونو او جنګیالیو ته سر نه دی ټیټ کړی.

د ټي آر ټي ورلډ د راپور له مخې، لرغونپوهان غواړي په دې ځان پوی کړي چې د نهو ګومبتو جومات څرنګه په پېړیو – پیړیو د زلزلو، یرغلونو او ګڼو نورو طبیعي پېښو په وړاندې مقاومت کړی او لا هم پاتې شوی دی.

دې جومات ته د دې لپاره ۹ ګومبد وايي چې یو وخت یې ۹ ګومبتې لرلې.

دا جومات مزارشریف ښار ته نژدې په بلخ ولسوالي کې دی.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې دا جومات چا جوړ کړی، خو لرغونپوهان وايي چې په اتمه پېړۍ کې جوړ شوی دی.

لومړی ځل د ۶۰ مې لسیزې په وروستیو کې یوې امریکايي لرغونپوهې په دې جومات کې څېړنې وکړې.

هغې ته د سیمې خلکو وویل چې چنګېزخان دا جومات ویجاړ کړ.

په ۲۰۰۶ م کال لرغونپوهان وتوانېدل چې په دې جومات کې کیندنې وکړي.

د ټي ار ټي ورلډ پر اساس دا جومات، چې سختې جګړې او یرغلونه پرې تېر شوي، اوس تر بل هر وخت له زیات خطر سره مخامخ دی.

One thought on “د نړۍ د یوه تر ټولو پخواني جومات د پایښت راز”
  1. دا خو به ډیره مناسبه او پر ځای وه چی دی جومات او نور مساجدو ته د بلخ ولایت ۱۶ کلن مجاهد والی توجه کړی وای خو مع الاسف لوټ، فساد او میترا، انحصار او نورو جاهلی تعصباتو جناب عالی د افغانیت او انسانیت له جادی بهر کړی او د معاملو تعفن یی د نورو له خارجه وزارت نه ، ځان ، تنظیم او جهاد شرموی ، دغه دی کاذب او شرمیدلی په نامه قهرمانان!!! شرمیدلی او نسکور دی وی د افغان او اسلام دښمنان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *