سرچینه: بي بي سي / اردو
ژباړه : عارف الله حق پرست
په نړۍ کې ډېر داسې کتابونه شته چې د سياسي ، ديني ، فرهنګي او يا نورو کړکېچونو او اختلافاتو د راپورته کولو له امله يې يا ليکوالان نيول شوي ، سزا ورکړل شوې او يا يې هم د کتابونو پر چاپ او پلور بنديز لګېدلی دی . دلته د شپږو تر ټولو جنجالي کتابونو نومونه او تفصيل وړاندې کوو .
۱ : Crime: If I Did It
په ۱۹۹۴ م کال کې امريکايي فوټبالر او نړيوال شخصيت او جې سمپسن ته د خپلې پخوانۍ مېرمنې او د هغې د ملګري رونالډ ګولډمېن د وژنو له تورونو برائت ورکړل شو . خو هغه د (که ما دا کړي وي : د قاتل خبرې) په نامه ليکلي کتاب په بدل کې پيسې تر لاسه کړې وې . دا کتاب په ۲۰۰۷ م کال کې خپور شوی و او پکې ويل شوي وو ، چې څنګه وژنې کېدای شي ؟
د کتاب له چاپه وروسته د دواړو وژل شويو کسانو په کورنيو کې خپګان او غوسه پيدا شوې وه . دواړو کورنيو لا له مخکې د او جې سمپسن پر ضد په محکمه کې قضيه ګټلې وه ، چې سمپسن يې په بدل کې ۳۰ ميليونه امريکايي ډالره تاوان ورکړی و . سمپسن دا مهال د تښتونې او وسله والې غلا په جرم کې ۳۳ کلن بند تېروي .
۲ : Sex: Lolita
د شلمې پېړۍ له بدنامو کتابونو څخه يو په ۱۹۵۵ م کال کې خپور شوی و . د روسي ليکوال ايمګري ويلادي مير نابوکوف په کتاب (لوليتا) کې د پاخه عمر د ( کې هومبرټ ) او د ۱۲ کلنې (دولوريس هېز) د اړيکو کيسه شوې وه . تر اوږدې مودې پورې هېڅ خپروونکي د ماشومانو په اړه د جنسي احساساتو لرونکي ليکوال په لاس ليکل شوي دغه کتاب ته ، چې له وړې ماشومې سره پکې د مينې کيسه شوې وه ، لاس ور نه وړ . خو د پاريس يوه شرکت ، چې لوڅ ادبيات به يې خپرول ، ناڅاپه دغه کتاب خپور کړ . تر ۱۹۵۹ م پورې په فرانسه او برتانيه کې پر دې کتاب بنديز و . له هغه راوروسته تر اوسه په نړۍ کې د دې کتاب له پنځوسو ميليونو ډېر ټوکونه پلورل شوي دي . په نړۍ کې د جنسي لاملونو له کبله نور مهم لانجمن کتابونه د ګوستاو فلوبرډ ( مادام بواري ) ، د جېمز جوايس ( يوليسس ) او نور دي .
۳ : Religion: The Satanic Verses
په ۱۹۸۸ م کال کې د ليکوال سلمان رشدي په کتاب کې پر اسلام نيوکه شوې وه او له همدې امله د ده پر سر څو لکه روپۍ جايزه کېښوودل شوې وه . د ده د ناول ( شيطاني آيتونه ) له امله په اسلامي نړۍ کې لوی جنجالونه راپورته شول . د ايران د هغه وخت روحاني مشر آيت الله خامنه اي د سلمان رشدي د مرګ فتوه ورکړې وه . له دې وړاندې د بل هېڅ کتاب له امله نړيوال سفارتي بحران نه و پيدا شوی او نه هم د کوم هېواد لخوا د کوم بل هېواد د تبعه د مرګ غوښتنه شوې وه .
اوس هم په هند او نورو هېوادونو کې د سلمان رشدي پر کتاب بنديز دی او دی نژدې لس کاله پټ ژوند تېرولو ته اړ کړای شو . په دې اونۍ کې د ايران دفارس خبري اژانس د خبر له مخې ، د دولت تر لاس لاندې کار کوونکو ۴۰ رسنيزو ادارو د سلمان رشدي پر سر شپږ لکه امريکايي ډالره نوې جايزه ايښې ده .
۴ : Politics: Mein Kampf
اېډولف هټلر د توکم پالنې پر بنسټ ولاړ نازي منشور ( مين کامف / زما جګړه ) د بند پر مهال ليکلی و . دا کتاب د يهودو پر ضد د ده له افکارو جوړ و او په ۱۹۲۵ م کال کې خپور شو . يوه لسيزه وروسته چې هټلر واک ته ورسېد ، دا کتاب د نازيانو مهم کتاب شو او ۱۲ ميليونه ټوکه يې خپاره شول . د حکومت لخوا به دا کتاب هرې نوې واده کړې جوړې ته ورکول کېده . په ۱۹۴۵ م کال کې د نازي آلمان له ماتې وروسته متحدينو د دغه کتاب حقوق د باواريا دولت ته وسپارل او له ۷۰ کلونو راهيسې پر دې کتاب بنديز دی .
ځينې نور کتابونه ، چې د سياسي لاملونه له کبله جنجالي وبلل شول ، په هغو کې د فرانز کافکا ( ميټا مارفوسز ) ، د کارل مارکس ( کمونيست منشور ) او نور شامل دي .
۵ : I Know Why the Caged Bird Sings
ليکوالې مايا انګليو د خپل ژوند ليک ( زه پوهېږم ، چې بندي مارغان ولې سندرې وايي ؟ ) په ليکلو نوم پيدا کړ . په دې کتاب کې مايا په سوېلي امريکا کې د خپل ماشومتوب د ورځو ظلمونه او ناوړه چلند ياد کړي دي . انګليو د خپل ماشومتوب ۱۰ کاله د امريکا په تر ټولو بېوزله سيمه کې تېر کړي وو او د توکميز بېلتون او تعصب شاهده ده . دا کتاب په ۱۹۷۰ م کال کې خپور شوی و .
د دې کتاب تر ټولو وېروونکې برخه هغه ده ، چې دا ليکي ؛ کله چې اووه کلنه وه ، نو د مور ملګري يې پرې جنسي تېری وکړ . دې دغه کيسه خپلې کورنۍ ته وکړه . کس ونيول شو ، قضيه وچلېده او هغه له بنده خلاص شو او يو څو ورځې وروسته ووژل شو .
د امريکايي ولسمشر بارک اوباما لخوا د مايا انګليو له مرګه وروسته هغه وستايل شوه . ده وويل ، چې : « دا زموږ د پېر له روښانه ستورو څخه يوه شاعره ، ليکواله او فعاله وه ».
د توکمپالنې يا تعصب په اړه نور مشهور کتابونه د اېلېس واکر ( جامني رنګونه ) او نور دي .
۶ : Violence: A Clockwork Orange
دا کتاب د اېلېکس ناخوالې بيانوي . دا کتاب په ۱۹۶۲ م کال کې خپور شوی و . دا کتاب هغه مهال د امريکا له ټولو ښوونځيو او کتابتونونو څخه لرې کړل شوی و ، ځکه په دې کتاب کې تشدد او جنسي تېري ټکي په ټکي ښوودل شوي وو . خو لانجه هغه وخت لا سخته شوه ، چې فلمي ډايريکټر سټينلې کبرک د دې ناول پر کيسه فلم جوړ کړ . ده د تشدد د خونړيو صحنو په اړه د اندېښنو له امله په برتانيه کې پخپله د فلم پر خپرېدا بنديز ولګاوه .
په دې ډول نورو کتابونو کې د برېن اېسټن ( امريکايي ارواپوهنه ) او نور مهم دي.