ذبیح الله خورشیدی

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا تګلارې سره نړۍ د پاکستان په تړاو دومره بدله شوې چې له دې وروسته په سیمه کې د پاکستان روان ناسم سیاستونه نه شي زغملای او دا بدلونونه به دغه هېواد هم بدلون ته اړ باسي.

له بل پلو د سیمې په سیاست کې د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا لپاره د غرب پالسۍ هم بدلې ښکاري او امریکا غواړي د پاکستان د پخوانیو اړیکو پر ځای له هند او چین سره ستراتیژیکې اړیکې زیاتې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن چین ته سفر وکړ چې دغه هېواد ته د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ سفر ته ښه لابي وکړي.

د کابل او اسلام اباد په تازه خبرو کې ولسمشر غني او باجوه ترمنځ کلکې ژمنې شوي چې د جګړې او افغان سولې په تړاو به پاکستان بې ساري بدلونونه راوړي،خو دا پروسه شاید له دې امله ډېر وخت ونیسي چې په پاکستان کې کورنۍ سیاسي شخړې په زور سره روانې دي.

اوس چې په عراق کې کوردان بریالي شول ټولپوښتنه وکړي دا چانس شته چې بلوچان د ازادۍ لپاره لا نور جدي شي.

په پنجاب کې فقر ، د پښتنو حقونه ، له هند سره د کشمیر مسله ټول هغه څه دي چې پاکستان په کورنۍ جنجالي جال کې راګیر ده.

په بهرني سیاست کې هند ته د امریکا تمایل او له چین سره سوداګرۍ پراختیا او له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې پوره ملاتړ نور هغه مهم مسایل دي چې پاکستان یې د فشار سره مخ کړی.

په سیمه کې پاکستان چین او روسې ته سترګې دي، خو د بریکس په غونډه کې د چین د مشرانو له څرګندونو په ډاګه شو، چې پر پاکستان یې ژور تاثیرات لرلي دي او بېجینګ یا ونه توانېده او یا یې ونه غوښتل چې د پاکستان د تاوتریخوالي ننګه او ملاتړ وکړي دا یو اساس بدلون و.

روسیه هم یوله هغو هېوادونو ده چې پاکستان سره یې تمایلات ښه ښکارېدل، د دواړو هېوادونو ترمنځ تمرینات نه هم وشول، خو اوس روسیه دې ته رارسېدلې چې له افغانستان سره خبرې وکړي.

په دې وخت کې د پاکستان له لورې د یوې نوې ارادې او عمل فرصت دي او افغان ولسمشر د پاکستان د پوځ له مشر سره په خبرو کې په ډاګه ویلي چې له دې فرصت ګټه پورته کړي.

دلته دا تشویشونه هم شته چې افغانستان باید دا چانس له لاسه ورنکړي او د سیاستونو له بدلون سره سمې خپلې ملي ګټې له هر څه وړاندې وګڼي.

اوس که پاکستان په سیمه کې د حسنه سیاستونو سره ځان برابر نه کړي د سیمې هېوادونه اړ دي نویو لارو فکر وکړي.

همدې مسایلو باجوه اړ کړ چې کابل ته راشي او په ژورو بدلونو له افغانستان سره خبرې وکړي.

اسلام اباد ته ویل شوي افغانستان د سولې لپاره قربانۍ ته حاضر ده او تجربې ښوولې چې پاکستان او طالبان په جګړه کې ناکام دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *