1مراټینجې بند

مراټینجې یو کانکریټې بند دی، چې په مونټینګرو کې موقعیت لری.

دغه بند ۲۲۰ متره ژوروالي لري. یاد بند د اروپا په سطحه یو ستر بند دی.

دغه بند ۲۶۸ میتره اوږدوالی لری او په خوله کې ۱۵ فوټه پنډ دی. په دغه بند کې ۸۲۰،۰۰۰ مکعب میتره کانکریټ او ۵۰۰۰ ټنه اوسپنه کار سوې ده.

دغه بند درې توربینونه لری، چې هر توربین یې۱۲۰ میګا واټه برېښنا ورکوي.

کانټرا بند

د کانټرا بند، چې په سویټزرلیند کې موقعیت لري، د ورزسکا په بند هم پیژندل کیږي. دغه بند ۲۲۰ میتره ژوروالي لري. 1د کانټرا بند تر هغه وروسته ډېره مشهور سو، چې جیمز بونډ د خپل فلم ګولډن آی څو صحنې په همدې ځای کې ترسره کړې.

دغه بند، چې د سویټزرلینډ څلورم لوی بند دی، ۱۰۵ میګا واټه برېښنا ورکوي.

هوور بند

1هوور بند چې ۲۲۱،۴۶ میتره ژوروالي لري، او د کلوراډو د سیند څخه سرچینه اخلي، یو ستر کانکریټې بند بلل کېږی.

دغه بند د امریکا د دوو ایالاتونو اریزونا او نیوادا پر سرحد پروت دی.

د دغه بند له برېښنا څخه د کلفورنیا ترڅنګ د اریزونا او نیوادا ایالاتونه هم ګټه پورته کوي.

دغه بند له کاله یو میلیون سیلانیان لري.

بهکرا بند

د بهکرا بند، چې د خورا ارزښتناکه بند په سترګه ورته کتل کیږي او د سوټلیج سیند څخه سرچینه اخلې، د هند په شمال کې د پنجاب او هیماچیل پرادیش پر سرحد پروت دی. دغه بند ۲۲۵، ۵۵ میتره ژوروالي لري او د اسیا په کچه دوم لوي بند دی.

1 1 یاد بند د ۹،۳۴بیلیون مکعبه میتره اوبو د ‌ذخیره کولو ظرفیت لري. همدا ډول یاد بند د طوفانې اوبو د کنټرول لپاره پنځه غټې دروازې لري.

نوموړې بند پنځه توربینه لري، چې ۱۳۲۵ میګا واټه برېښنا تولیدوی.

د بهکرا بند د خپلې پراخې ذخیرې او ښه موقعیت لامله د کاله خورا زیات سیلانیان لري.

لوزونې بند

1د لوزونې بند، چې د سویټزرلینډ په تیسونو کې موقعیت لري، ۲۲۵ میتره ژور دی. ددغه بند کار په ۱۹۶۳ زیږدیز کال کې بشپړ سوې، خو په ۱۹۹۸ زیږدیز کال کې  ۱۷ میتره نور هم ژور سوې.

ددغه بند په شاوخوا کې د غره ختوونکو ورزشکارانو لپاره یو مصنوعی دیوال هم جوړ سوې دی.

د غره ختولو دغه مصنوعی دیوال، چې ۱۶۵ میتره اوږدوالي لري، د بند د سره څخه پای ته رسیږي.

کارون فور

1د کارون فور بند، چې د کارون پر سیند پروت دی، د ایران په  چهارمحل بختیارې ولایت کې موقعیت لری.

دغه بند هم د نړۍ په سترو بندونو کې راځي، چې ۲۳۰ میتره ژوروالي لری.

د بند انځور چې پخواني او کلاسیک شکل لری، جوړښت یې تر ډېره ډبرین دی.

د کارون فور بند د ۲،۱۹ مکعب کیلومیتره اوبو د ځایولو ظرفیت لري.

دا بند څلور توربینه لري، چې ۱،۰۲۰ میګا واټه برېښنا تولیدوي.

ایل کاجون بند

1دا  بند چې۲۳۴ میتره ژوروالی لری د امریکا په هانډروس کې پروت دی، د اوبو د انرژې په برخه کې خورا مهم دی او د امریکا په سطحه په پنځم ستر بند کې راځې. دغه بند د نړۍ په کچه په شپاړسم لوی بند کې راځې

دا بند دوه توربینه لري، چې ۷۵۰ میګا واټه برېښنا ورکوي.

اورویلې بند

اورویلې چې د امریکا کالفورنیا لوی بند دی، ۲۳۰ میتره ژوروالي لری.

ددغه بند څخه د اوبو د انرژې او د طوفانونو د مخنیوې لپاره کار اخیستل کېږی.

1شوشینسکایا بند

د شوشینسکایا بند، چې د روسیې پر ینیسې سیند باندي پروت دی، د اوبو او برېښنا له برکته د روسیې تر ټولو لوی بند یادیږی. دغه بند، چې ۲۴۲ میتره ژوروالي لري، په نړیواله کچه د اوبو او بریښنا په برخه کې شپږم ستر بند دی.

1دغه بند لس توربینه لري، چې ور څخه ۵۱۲۰ میګا واټه برېښنا ترلاسه کېږي.

1میکا بند

د میکا بند، چې ۲۴۳ میتره ژوروالی لری، چې برتانوي کولمبیا کې موقعیت لري.

د میکا بند څلور توربینه لري، چې له برکته یې ۱۸۰۵ میګا واټه بريښنا ترلاسه کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *