ژباړن شفیق الله ځواک –
د متحده ایالات په نړۍ کې تر ټولو د عالی درجې لرونکي پوهنتونونه لري او د پوهنتونونو د درجه بندې له مخې يي لومړی مقام خپل کړی دی. د امریکا متحده ایالاتو د خبرونو او نړیوالو راپورونو د نوی درجه بندی له مخې ۷۵۰ عالي نړیوال پوهنتونونه درجه بندي شوي دي، چې په دې کې امریکا د ۱۸۱ بهترینو پوهنتونونو په لرلو سره لمړی مقام خپل کړی دی
.
چین په دې لست کې په مقایسوي ډول دوهم ځای خپل کړی او ۵۷ عالی درجه نړیوال پوهنتونونه لري
.
د نړۍ لس هېوادونه چې تر ټولو ډېر نړیوال عالي درجه لرونکي پوهنتونونه لري په لاندې ډول دي:
۱امریکا متحده ایالات ۱۸۱ په عالي درجه نړیوال پوهنتونه لري
۲چین په دوهم مقام کې ۵۷ نړیوال او په عالي درجه پوهنتونه لري
۳انګلیستان ۵۵ نړیوال پوهنتونونه لري
۴جرمني ۵۰ په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۵ایټالیا ۳۸ په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۶فرانسه ۳۰په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۷کاناډا ۲۶په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۸اسټرالیا ۲۶په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۹هسپانیه ۲۵په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۱۰چاپان ۲۴په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
د پوهنتونونو دا درجه بندي د درېو برطانوي پوهنتونو او یو کاناډايي پوهنتون لخوا هم خپور شوي چې د نړۍ ۷۵۰ عالی درجه نړیوال پوهنتونونه په کې درجه بندي شوي دي
.
د نړیوالو پوهنتونونو په دې درجه بندې کې د امریکا متحده ایالاتو د هارورډ پوهنتون لمړی مقام خپل کړی
.
پدې لسو هېوادونو کې لس بهترین پوهنتونونه په لاندې ډول دي:
 
۱په امریکا متحده ایالاتو کې د هارورډ پوهنتون Harvard University
۲په چین کې د پیکینګ پوهنتون Peking University
۳په انګلیستان کې د  ایکسفورډ پوهنتون   University of Oxford
۴په جرمني کې د ګوتینګن پوهنتون   University of Gottingen
۵په ایټالیا کې د بولونیا پوهنتون  University of Bologna         
۶په فرانسه کې د پاریس دیدرو پوهنتون  University of Paris Diderot
۷په کاناډا کې د مک ګیل پوهنتون McGill University   
۸په اسټرالیا کې د ملبورن پوهنتون  University of Melbourne
۹په هسپانیا کې د بارسلونا   University of Barcelona 
 ۱۰په چاپان کې د توکیو پوهنتون University of Tokyo
ژباړه
ژباړن: شفیق الله ځواک 

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *