څرنګه چې چين په هره برخه کې بريالی و، يو وار بيا يې په تعمراتي برخه کې ميدان وګاټه. د يوې رسنۍ د راپور له مخې چين په شمالي غرنۍ سيمه کې د يوې درې په سرباندې ښيښه يي پل جوړ کړی دی، چې ډېر خطرناک دی.
پل يې دومره لوړ جوړ کړی دی، که يو څوک له درې څخه دې پله ته وګوري، نو دا پل به ورته د ورېځو په شان ښکاره شي. ځيني خلک پر پله باندې څملي او انځورونه اخلي، هغه خلک چې زړونه يې کمزوري وي په دې پله باندې تګ راتګ نه شي کولای، که د پله پر سر ودرېږي نو له ډاره به بې هوښه شي.
د يادونې وړ ده چې دا د نړۍ لومړنۍ ښيښه يي پل دی چې خالص له ښيښې جوړ شوی دی.
ژباړه: اسدالله خان امرخېل