نوماند څېړنیار ډاکټر احسان الله درمل –
د جان ژانګ (John Zhang) په مشرۍ د شنډوالي د متخصصو ډاکټرانو یوه ډله په مکسیکو کې داسې یوه ماشوم ته په زوکړه ورکولو بریالۍ شوه چې DNA یې له درو کسانو څخه اخېستل شوې ده؛ د دې ماشوم مور د Leigh syndrome په نامه یوه وژونکې جنیتیکي ناروغي لرله چې د مور د جېنونو له لارې به ماشوم ته هم انتقالېده؛ دا سنډروم د ماشوم د عصبي سیستم د ودې مخه نیسي؛ د دې مور یوه لور په شپږکلنۍ کې مړه شوه او بل ماشوم یې په شپږمیاشتنۍ کې ومړ؛ له معایناتو وروسته معلومه شوه چې دا ښځه د Leigh syndrome په نامه داسې یوه ناروغي لري چې د مور د جېنونو له لارې ماشوم ته هم انتقالیږي؛ د جان ژانګ په مشرۍ د شنډوالي د متخصصو ډاکټرانو ډلې د دې ناروغۍ د علاج لپاره عجیب پروسېجر اجرا کړ؛ دا پروسیجر په متحده ایالاتو کې غیرقانوني ګڼل کېده او ځکه نو د ماشوم مور و پلار او د ډاکټرانو ډله د پروسېجر د ترسره کېدو لپاره مکسېکو ته وکوچېدل؛ هلته ډاکټرانو څه وکړل؟
د ناروغې مور یوه تخمه یې له هستې خالي کړه؛ بیا یې د یوې روغې ښځې له تخمې څخه هسته را واخېسته او د ماشوم د مور په خالي شوې تخمې کې یې کېښوده؛ دا نوې تخمه یې بیا د ماشوم د پلار په سپرم القاح کړه او وروسته یې د ماشوم د مور په رِِحم کې غرس کړه؛ نهه میاشتې وروسته نړۍ ته یو داسې روغ او ګلالی ماشوم راغی چې ارثي ځانګړنې یې له درو کسانو سره تعلق لري؛ د ناروغې مور تشه شوې تخمه؛ د روغې ښځې د تخمې هسته او د پلار سپرم.
ځینو قانون جوړوونکیو ادارو د ډاکټرانو دا پروسېجر غیرقانوني ګڼلی دی خو ډاکټر جان ژانګ یې په ځواب کې ویلي دي چې:
«موږ دا پروسېجر په مکسېکو کې ترسره کړی دی او هلته داسې کوم قانون نشته چې نوموړی پروسېجر جرم ګڼي؛ بله دا چې موږ یوازې یو ژوند ژغورلی او د ژوند ژغورل یوه اخلاقي کړنه ده.»
To whom it may concern,
I really enjoyed reading the articles on this page and I really appreciate everyone who does the translation in Pashto. However, for academic writings, we have to have in-text-citation and reference, otherwise it is considered plagiarism.
Thank you,
Ahmad Khan
Thanks for sharing such important info, appreciated well translation