کېدای شي د د ې جملې په اورېدو سره ستاسې په ذهن کې د یو هېواد کوم ملي اتل نوم پروت وي، لکه زمونږ (افغانانو ) لپاره میرویس خان نیکه، احمدشاه بابا او یا غازي امان الله خان.

د پاکستانیانو لپاره قایداعظم، علامه اقبال او ټيپو سلطان.

د ایرانیانو لپاره فردوسي، داریوش و کوروش په همدې قسم نور ټول هېوادونه خپل ملي اتلان لري.

خو د نړۍ تر ټولو لوی اتل دې نړۍ ته په (۵۷۱) میلادي کال او د دوشنبې په ورخ راغلی و، د ده تر پیدا کېدو دمخه د ده پلار (عبدالله) وفات شوی و.

د ده د پیدا کېدو سره په ټوله نړۍ کې لوی بدلونونه راغلل، کله چې دی نه و پیدا شوی نو خلکو به ژوندۍ لوڼې خښولې، بوتانو ته به يې عبادت کاوه ، خو د ده مبارک د راتلو سره سم دا هر څه ختم شول.

د نړۍ څخه د جهالت تور څادر مخ په ټولېدو شو.

دی په ماشومتوب کې هم د انصاف یوه نمونه وه، یوه ورځ لوی رب د ده د رضاعي مور (بي بي حلیمې) په هغه سینه کې چې د ده په نوم یې کړې وه، شیدې ختمې کړې، نو مور دی بلې سینې ته د شیدو رودلو لپاره واچاوه؛ خو ده یې د رودلو څخه انکار وکړ.

کله چې بیا لږ را لوی شو نو بیا یې سوداګري کوله خو په هغه وخت کې هم رب به د ده په سر ورېخ ګرځوله .

کلونه وروسته چې کله رب په ده باندې د اول ځل لپاره په غار حرا کې وحې راولېږله ، نو له دې وروسته دغه اتل ته په (۴۰) کلنۍ کې د پېغمبرۍ لوی تاج هم په نصیب شو.

په ده باندې د (۲۳) کلونو په موده کې داسې یو کتاب چې تر قیامته به هېڅوک ونه توانېږي چې بدلون ورکړي، د رب له خوا پرې نازل شو.

دا یو داسې انسان و، چې په هر حالت کې به یې د ټول انسانیت فکر لاره ، ځکه دا د کوم هېواد او یا کوم قوم لپاره نه و رالېږل شوی، بلکې دا د ټول انسانیت لپاره راغلی و.

هغه ډېر مینه ناک انسان و او نور خلک یې هم د اسلام مبین دین سره مینې لرلو ته رابلل، د هغې د خولې هېڅ کوم کس ته تېزه خبره نه ده وتلې، هغه هېڅ کوم کس یا قوم ته بد دعایي نه ده کړې او نه يې ورته په بده سترګه کتلي دي، هغه ټول انسانیت ته په یو نظر کتل .

هغه ډېر حوصله مند انسان و؛ ځکه یوه ورځ کافر هغه په تېږو ولي او پڼې مبارکې یې د وینو څخه ډکېږي، او په همدې وخت کې ورته جبراییل (ع) راځي او ورته وایي که ته غواړې چې زه په دغو خلکو غرونه راولم نو زه دا کار کوم ، خو دا مبارک بیا هم خپله حوصله په ځای ساتي او ورته وايي نه خیر دی کېداۍ شي چې د دغو خلکو اولادونه د اسلام سپېڅلی دین قبول کړي.

د دې هر څه سره دا ډېر یو زړور انسان هم و ځکه چې ده مبارک په (۳۲) غزاګانو کې برخه هم اخيستې ده او د دې سره په څنګ کې هغه یو غوره سیاست مدار هم و، ځکه هغې په خپل کم عمر کې وکړای شول چې الهي دین د نړۍ هر کونج ته ورسوي.

دا د انسانیت یو ریښتینی خدمتګار و، او د هر انسان په مړینه به یې خفګان کاوه، د ده په مخ کې یوه ورځ د کافر جنازه روانه وه، ده په ژړا شروع وکړه، صحابه کرامو وویل چې دا خو یو کافر دی هغه ورته وویل سمه ده چې کافر دی خو زما امتي دی.

خو اوس چې ځینې هېوادونه د ده مبارک سپکاوی کوي، باید په دې پوه شي چې په اصل کې مونږ د خپل یو اتل سپکاوی کوو، ځکه د هغې برکت دی چې نړۍ ودانه ده، د هغه سمه ښودنه ده چې مونږ پرمختللی ژوند لرو، که هغه نه وای ژوند به نه وای، نړۍ به نه واای او اوس به مونږ د جهنم د اور په لمبو کې سوځېدو.

مه کوئ، د ټول انسانیت سپکاوی ولې کوئ، تاسې چې په کې ژوند لرئ دا دنیا هم مونږ (مسلمانانو) آباده کړې ده، کافر دې د نړۍ د آبادېدو دعوې نه کوي.

د هغه سپکاوی د ټول انسانیت سپکاوی دی، د میلیونونو مسلمانانو سپکاوی دی، د نړۍ د ټولو دینونو او قوانینو سپکاوی دی؛ ځکه تاسې هغه دین یا قانون راوښایئ، چې د یو دین د سپکاوي اجازه یې در کړې وي .

نو بیا ولې د هغه ستر لارښود چې دنیا د هغه له برکته پیدا ده، تاسې یې سپکاوی کوئ.

د هغه لوی رهبر روح ښاد او د ده مبارک په شان کې سپکاوی کوونکو ته د رب ځینې د سختې سزا غوښتونکی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *