فضل الحق طاهرزی –

د افغانستان د اوسني ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني په راتګ سره ډېرو خلکو د هیلو نوې ډېوې بلې کړې، که دولتي کوچنی مامور ؤ، که مزدورکار ؤ او که خان ؤ؛ ټولو یو ځای په ګډه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې چې د نړۍ دویم نوښتګر د افغانستان ولسمشر شي. دولتي کوچني مامورین په دې اند وو چې ګواکي دندې به یې تضمین شي او پرمختګ به وکړي، مزدورکارانو هیله درلوده چې کاري زمینه به ډېره شي او په ورځني مزد کې به یې ډېروالی راشي، خانان او تجاران په دې فکر کې وو چې هېواد ته د خدمت لپاره به زمینه پراخه شي، په همدې ترتیب سره ټولو خلکو د خپل شخصي ژوند د هوساینې او په ملي کچه د هېواد د پرمختګ او سولې د راتلو لپاره ښاغلي غني ته تر خپل توان پورې منډې ترړې وکړې.

خو اوسمهال هر څه سرچپه روان دي، د هیلو نوې ډېوې څه چې پخوانۍ بلې ډېوې په مړاوي حالت کې دي او مخ په ځوړ روان دي.

په دولتي ادارو کې مکتوبونه صادر شوي چې هغه ټیټ رتبه مامورین چې په قراردادي توګه دنده ترسره کوي، د لیندۍ تر پای پورې د ټولو قراردادونه پای ته رسېږي او قراردادونه یې نه تمدیدېږي چې لامل یې د بودجې کمښت ښودل شوی. دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي غني د خپل کمپاین په دوره کې په وار وار سره ویلي وو چې د دولتي مامورینو لپاره یې اصلي برنامه د دوی وظیفوي مصؤونیت دی. (موږ نه پوهېږو چې له وظیفوي مصؤونیت څخه یې موخه څه وه؟ آیا همدا وه چې روزي پرې ودروي؟)

اصلي د بحث وړ موضوع دا ده چې دغه کسان به د عایداتو د پیدا کولو لپاره څه کوي؟ یوه خبره د یادولو وړ ده چې د قراردادي کسانو ۹۸ سلنه ځوانان تشکیلوي ځکه چې په دولتي رسمي بستونو زړو او پخوانیو مامورینو ګونډې وهلې. زاړه مامورین نه یواځې د کار کولو په عصري لاره نه پوهېږي، بلکې د خلکو د ستونزو د حل کولو پر ځای ستونزې ورته ډېروي.

اوس چې دا ځوانان بېکاره شي، د عایداتو د پیدا کولو لپاره به لاندې لارې خوښوي. لومړی دا چې د هېواد له مخالفینو سره به یو ځای کېږي، د هېواد پر ضد به جګړه کوي او له دې لارې به خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کوي. دویمه لاره دا ده چې د طالبانو په لیکو کې به ګډېږي هر دولتي او بډای کس به له موټره کوزوي په مقابل کې به یې یا پیسې اخلي او یا به یې وژني. دریمه لاره به دا وي چې په چوکونو کې به درېږي او سوال به کوي ځکه چې کار خو نه پیدا کېږي او ټول مزدکاران له بې کارۍ سر ټکوي.

ښا د نړۍ لوی نوښتګره او متفکره!

خلکو د همدې لپاره تاسو ته رایه درکړه چې د اولاد نفقه یې پرې ودروې؟ ښځینه وو او نارینه وو ټولو د هر ډول خطر قبلولو سره سره د همدې لپاره رایه درکړې چې هوسا ژوند یې ترې واخلې او د تیارو په لور یې ولېږې؟ ځوانانو په همدې هیله رایه درکړه چې بې دندې یې کړې، د دولت په ضد یې وجنګوې او زر یې له دې دنیا ولېږي؟

ښاغلی ولسمشر! د دې لپاره مو رایه نه ده درکړې چې د بودیجې د کمښت زېري راباندې وکړې. د دې لپاره مو رایه درکړې چې بودجه مو زیاته کړې. د دې مامورینو په تنخواګانو چې د ۶۰۰۰ او ۱۳۰۰۰ تر منځ دي، په بودجه کې زیاتوالی نه راځي، که په رښتیا غواړې چې په بودجه کې زیاتوالی راشي، د لوړپوړو بهرني سفرونه کنټرول کړه چې له یوه شخص سره ۱۵ نور روان وي او بیا د لګښت او نورو شیانو په نوم په زرګونو ډالر وباسي، که غواړې بودجه زیاته کړې، هغه پروژې کنټرول کړه چې د یو میلیون پروژه په پنځه میلیونه درڅخه اخلي، که رښتیا غواړې چې په بودجه کې زیاتوالی راشي، د هغو لوړپوړو په تنخواګانو کې کمښت راوله چې له ۲۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ امریکایي ډالرو تنخوا اخلي.

په پای کې غږ در باندې کوو چې،

ښاغلی نوښتګره!  په ابتکاراتو کې دې له سره غوره وکړه، د وزارتونو وېش پرېږده، ټوپکماران او داړه ماران بېرته واک ته مه رسوه، د غریبو خلکو غم وخوره، په خلکو روزي مه دروه، د خلکو روزي پراخه کړه، کاري زمینې ورته پیدا کړه. او که یې نه پیدا کوې زر ده چې دا پاچاهي به ړنګه شي، که ځوانانو ارګ ته رسولی یې، له ارګ څخه دې ایستلی هم شي، او که د دې خلکو قراردادونه پای ته ورسېدل په ټول هېواد کې به لومړی مدني حرکتونه پیل کړو، که مدني حرکتونو پایله نه درلوده نو نورې لارې مو هم زده دي او ډېر څه کولی شو، ځکه…ځکه چې ځوانان یو.

One thought on “د نړۍ لوی نوښتګر باید مثبت نوښت راولي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *