تاند- د پیسو نړیوال صندوق (IMF) له حکومتونو وغوښتل، مخکې تر دې چې یو وار بیا نړۍ له اقتصادي او مالي بحران سره مخامخ شي، د موجودو ۱۵۲ تریلیون ډالره پورونو غم وخوري.
د دې نړیوالې بسپنې په وینا دا پورونه د نړۍ د ټول اقتصاد دوه برابره دي او تر دې پخوا په نړۍ کې دومره پور نه دی اخیستل شوی.
د پیسو نړیوال صندوق خبرداری ورکوي چې په نړۍ کې د پورونو اندازه نه یوازې دا چې لوړه ده بلکې نوره هم زیاتېږي.
د پیسو نړیوال صندوق وايي، د نړۍ په ۱۱۳ هیوادونو کې د نیمايي مالي کال د څېړنې په پایله کې ورته څرګنده شوه چې حاضردمه هیوادونه د نړۍ د ناخالص داخلي تولید ۲۲۵ فیصده پوروړي ده.
د دغه صندوق په وینا خصوصي سیکتور په درو کې دوه برخې پور په غاړه لري.
د پیسو د نړیوال صندوق د مالي چارو رييس ویتور ګسپار وايي چې تر دې پخوا د۱۵۲ تریلیون ډالره پور ساری نه دی لیدل شوی.
ده همداراز وویل چې د پوروړو پور په خورا چټکۍ زیاتېږي.