جان اغا بهار

د نړۍ وال حقوقوعمومي اصولو او نورمونو پېژندنې ته که راشو، دا هغه قواعد او مقررات دي چې په خپله د دولتونو، یا بین المللي سازمانونو  له خوا ایجاد او منځته راځي او بیا همدغه دولتونه او نړۍ وال سازمانونه په خپله خوښه، بېدون له دې چې د یوې بلې مرجع د جبر، اکراه او یا فشار په وجه دوی یې پر ځان تطبیق کړي، بلکې په خپله مرضۍ او په ښه نیت سره ځانونه یې پر وړاندې مکلف ګڼي او همدوی یې رعایت کوونکي دي؛ باید وویل شي چې دا اصول د تاریخ په اوږدو په یو ډول نه دي پاتې شوي او په اوایلو کې دا پرنسیپونه ساده او محدود وه، ولې د دولتونو په وسعت او انکشاف سره پراخه شول.

څو مهمترین اصول چې نړۍ واله شموله بڼه لري، دلته ورڅخه یادونه کوو:

۱ــ د تهدید او د قوي د استعمال منع:

د نړۍ والو حقوقو د دې پرنسيپ په اساس یو دولت باید بل دولت تهدید نه کړي او پر وړاندې یې د نظامي ځواک او یا اتومي قوه استعمال نه کړي، چې په بین المللي حقوقو کې تعرضي جنګ یو جنایت ګڼل شوی او د تعرض په هکله ځېنې معاهدات وجود لري.

مثلاً : د ۱۹۴۹ کال د ژنیوا څلورو معاهدو په اساس نه یوازې دا چې یو دولت باید بل دولت په صریحه توګه د تعرض او تجاوز لاندې ونه نیسي، بلکې د بل دولت په ضد د پروپاګند څخه هم ځان وساتي، ځکه چې همدا پروپاګند سبب د تعرضي جنګونو کېږي.

۲ــ د اختلافاتو حل په صلحې او مسالمت امېزه  توګه:

د دې پرنسیپ په اساس لازمه ده، چې که چیرې د دولتونو ترمنځ اختلاف رامنځته شي. باید چې دغه منازعات او اختلافات په صلحه امېزه توګه حل شي،  چې د دې لارې، چارې عبارت له مذاکراتو، حکمیت، یا منځګړیتوب.

۳ــ د نورو دولتونو په داخلي اموراتو کې عدم مداخله:

دا هم د بین المللي عمومي حقوق یو پرنسیپ دی، چې یو دولت نه شي کولای د بل دولت په داخلي چارو کې مداخله وکړي، په دې معنی چې یو دولت حق نه لري د بل دولت په فرهنګي، سیاسي، اقتصادي او نورو اموراتو کې ځان دخیل کړي او د ګټې په منظور يې په خپل محور راوڅرخوي.

۴ــ د ملتونو د سرنوشت د تعین حق په خپله د همدوی له خوا:

په نړي واله سطحه دا پرنسیپ قبول شوی، چې ټول دولتونه واړه دي، که لوی، مالداره دي، که فقیر، قدرت مند دي او که کم قدرته د خپل سرنوشت د تعین حق لري.

۵ـــ د دولتونو د حاکمیت د تساوي حق:

ټول دولتونه، غني وي، که فقیر، مترقي وي او که وروسته پاتې، ځواکمن وي، که ضعیفه د حاکمیت د نقطې نظره مساوي حقوق لري او د دې حاکمیت څخه په ګتې اخېستنې سره کولای شي د خپلې خاورې استقلال او ملي حاکمیت څخه دفاع وکړي او نور دولتونه حق نه لري چې د هغې استقلال او حاکمیت ته صدمه ورسوي.

۶ــ د دولتونو تر منځ د بین المللي همکاریو وجیبه:

یو دولت وجیبه لري، چې د نورو دولتونو سره سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکارۍ ولري، دا همکاري د دې سبب کېږي، چې غني دولتونه بین المللي وجیبه پیداکوي؛ ترڅو د فقیرو دولتونو سره بې غرضه مرسته وکړي.

۷ــ د بین المللي وجیبو اجراء په حُسن نیت سره:

لکه څنګه چې په بین المللي سطحه دولتونه حقوق لري، ځېنې وجایب هم لري؛ نو دولتونه دا مکلفیت لري چې دا وجایب په حُسن نیت سره تر سره کړي، بناءً که په حُسن نیت سره دا وجایب اجرا شي؛ نو د اعتماد فضا رامنځته کېږي او بر عکس که دا وجایب په خُسن نیت سره ترسره نه کړي د اعتماد فضا زیانمه کېږي او بې باوري رامنځته کېږي.

One thought on “د نړۍ وال حقوقو عمومي اصول// جان اغا بهار”
  1. ښکلی او علمي مطلب دی ، هیله ده خپلو هڅو ته ادامه ورکړی . زه یو وړاندیز لرم که بده یی ونه ګڼي د ډېرو عربي کلیمو پرځای معمول پښتو لغاتونه وکاروئ چې هم ثواب او هم خرما شي د بېلګې په توګه:
    مسالمت آمیز= سوله ییز
    د نورو دولتونو په داخلي اموراتو کې عدم مداخله = د نورو هیوادونو په کورنيو چاروکې نه لاسوهنه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *